1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

المان په ایټالیا کې د ډوبې شوې کښتۍ ۳۲ ژغورل شوي مهاجر مني

۱۴۰۲ فروردین ۱۲, شنبه

ایټالوي چارواکو او ملګرو ملتونو د جمعې په ورځ وویل چې د مهاجرو په هغې کښتۍ کې د سپرو کسانو چې یوه میاشت مخکې د ایټالیا په سویل کې ډوبه شوې وه ۳۲ تنه یې مني. په دوی کې اکثریت یې افغانان دي چې اوس المان ته انتقال شوي دي.

https://p.dw.com/p/4PadJ
Italien | Migranten überlebten einen tödlichen Schiffbruch in Sizilien
انځور: Antonio Parrinello/REUTERS

د روان کال د فیبرورۍ په ۲۶ نیټه تر ۹۰ ډیرو کسانو د ایټالیا په سمندري اوبو کې کوترو ته نږدې په کالابریا سیمه کې د خونړۍ سمندري حادثې په ترڅ کې خپل ژوند له لاسه ورکړی و.

په دو ورځو کې تر ۵۵۰۰ ډېر کډوال ایټالیا ته رسېدلي دي

د ایټالیا د کورنیو چارو وزیر ماتئو پیانتیدوسي، د مارچ په اومه نیټه د دغه هیواد په پارلمان کې وویل چې په مجموع کې د دې پيښې ۸۰ تنه ژغورل شوي دي.

زمونږ د فیسبوک شبکې سره یوځای شئ:

د کالابریا ایالتي حکومت د یوې اعلامیې په ترڅ کې اعلان کړی دی چې د مهاجرت نړیوال سازمان (IOM) له ۳۲ ژغورل شوو کسانو سره مرسته کړې ده چې په یوه کرایه شوې الوتکه کې یې د المان هامبورګ ښار ته انتقال کړي.

د مهاجرت نړیوال سازمان هم په یوه ټویټ کې لیکلي دي: «آی او ام د اروپایي اتحادیې د داوطلبانه پیوستون د میکانیزم په اساس د دغو ژغورل شوو کسانو د ځای پر ځای کولو په برخه کې د مرستې له کبله خوشحاله دی.»

د ایټالیا خبري آژانس «انسا» په حواله د ژغورل شوو له ډلې څخه چې ۲۸ تنه یې افغانان دي، ۲ د سوریې، یو عراقی او یو سومالیایی دی. دوی به له خپلو عزیزانو سره چې هغوی لا پخوا په المان کې اوسیدل یوځای شي.

د مهاجرت نړیوال سازمان یوه ویاند وویل چې دغه کسان کولی شي د پناهندګۍ غوښتنلیک وړاندې کړي.

د ایټالیا ښې اړخی حکومت چې د افریقا له شمال څخه په مخ پر ډیریدونکي ډول د مهاجرو د ورتګ له څپې سره مخامخ دی، په وار وار ټینګار کړی دی چې نور اروپايي هیوادونه باید لا زیات مهاجر ومني.

ایټالیا: په یوه ورځ کې له ۱۰۰۰ ډیر مهاجر رسیدلي

 پر ایټالوي چارواکو تور لګول کیږي چې د مهاجرو د کوچنیو کښتیو د ډوبیدو د مخنیوي په خاطر په کافي اندازه اقدامات نه کوي. هغه تورونه چې د دغو چارواکو له خوا په شدت سره رد شوي دي.

زمونږ د یوټیوب شبکې سره یوځای شئ:

ویل کیږي چې د پولیسو ځواکونو هڅه کړې وه چې د مهاجرو د دغو کښتیو د ډوبیدو مخه ونیسي، خو د نا مناسب اب او هوا له کبله بریالي شوي نه دي.

په مديترانه کې د کښتۍ ډوبيدو له کبله په لسګونو مهاجرو ژوند له لاسه ورکړی

په ورته وخت کې، خیریه سازمانونو او د اپوزیسیون سیاستوالو پوښتنه مطرح کړې ده چې ولې ساحلي کښتۍ چې له توپاني هوا سره د مقابلې پر وسایلو سمبال دي، د مهاجرو د کوچنیو کښتیو د ژغورنې له پاره نه دي استول شوي.

آژانسونه: ش.ن/ ن.ص