1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«په یمن کې د جگړې ختمول اړین دي»

۱۳۹۴ تیر ۲۴, چهارشنبه

ولسمشر بارک اوباما او د سعودي عربستان پاچا سلمان، په یمن کې د روان کړکیچ د ختمیدو پر موضوع خبرې اترې کړې دي. په عین وخت کې ملگرو ملتونو ویلي دي چې ۲۱،۱ میلیونه خلک په دغه هیواد کې مرستو ته اړتیا لري.

https://p.dw.com/p/1Fyik
انځور: picture-alliance/dpa

د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر بارک اوباما او د سعودي عربستان پاچا ملک سلمان ویلي دی چې د یمن کړکیچ ختمولو ته «بیړنۍ اړتیا» ده. سپینې ماڼۍ ویلي دي چې دواړو مشرانو «د دې خبرې د یقیني کولو د اهمیت پر سر چې د کړکیچ په هر اړخ کې د یمن خلکو ته مرستې ورسیږي» په هکله هم خبرې اترې کړي دي.

سپینې ماڼۍ ویلي چې اوباما «د خپلو سیمه ییزو شریکانو د وړتیاو د لوړولو» او په سیمه کې د ایران د بې ثباتۍ د فعالیتونو پر ضد د مبارزې له پاره د خپل حکومت پر ژمنې باندې ټینگار وکړ.

داسې باور کیږي چې ایران د شیعه حوثي یاغیانو چې د پلازمینې صنعا په شمول یې د یمن ډیره برخه تر خپل کنترول لاندې راوستې ده ملاتړ کوي. خو ایران دغه تورونه ردوي.

حوثي یاغیانو د یمن ولسمشر عبد ربه منصور هادي په سپتمبر میاشت کې گوښه کړ او هغه یې دې ته اړ ایست چې په سعودي عربستان کې پناه واخلي.

د روان میلادي کال په مارچ میاشت کې سعودي عربستان په یمن کې د حوثي یاغیانو د مورچلو پر ضد بمبارۍ پیل کړې او د حوثي ملیشې پر ضد جنگیدونکي ځايي ځواکونو ته یې وسلې وروغورځولې. د سعودي عربستان له ملاتړ څخه برخمن ځواکونه د سه شنبې په ورځ پر دې وتوانیدل چې د عدن ښار هوایي ډگر بیرته وینسي.

د خبري آژانسونو د رپوټونو له مخې د سعودي عربستان له لوري د ملگرو ملتونو په منځگړتوب د رامنځ ته شوي شپږ ورځني اوربند څخه د سرغړونې وروسته، په جگړه کې تندوالی راغلی او دا کار د یمن خلکو ته د خوارکي توکو او دارو درملو په رسیدو کې د ځنډ سبب شوی دی.

په عین وخت کې ملگرو ملتونو په یمن کې بشري بیړنۍ وضعیت خپلې لوړې دریمې سطحې ته لوړ کړی دی. د ملگرو ملتونو په وینا په دغه هیواد کې ۲۱،۱ میلیونه انسانان مرستو ته اړتیا لري. زیاته شوې ده چې ۱۳ میلیونه انسانان د خوراک له کمي څخه کړیږي او تر نهه میلیونو زیات کسان اوبو ته محدود لاس رسی لري.

عدن ته د خوراکي توکو کاروان رسیدلی دی

په دې ترڅ کې عدن ته د ملگرو ملتونو د خوراکي ټوکو نړیوال پروگرام یا (WFP) د خوراکي مرستو د کتار وروستۍ لارۍ هم رسیدلې دي. د خوراک د نړیوال پروگرام ویاندې ویلي دي چې د دوشنبې په ورځ ۱۳ او د سه شنبې په ورځ پاتې ۲۷ لارۍ دغه ښار ته رسیدلي دي. زیاته شوې ده ۱۲۸۵ ټنه خوراکي توکي د یوې میاشتې له پاره د ۱۱۷ زره انسانانو له پاره بسنه کوي. له بلې خوا مرستندویه سازمانونه پر دې نه دي توانیدلي چې عدن ته ۵۰۰ زره لیتره د سون توکي ورسوي. د ملگرو ملتونو په وینا د حوثي یاغیانو او د ځایي ملیشو تر منځ د جگړو له کبله د عدن شا او خوا یو میلیونه انسانان د لوږې او ناروغیو له گواښ سره مخامخ دي.

د ملگرو ملتونو په وینا تل ملکي خلک د یمن د کورنۍ جگړې قربانې کیږي. ویل شوي دي چې یوازې په تیرو لسو ورځو کې ۱۴۲ ملکي کسان وژل شوي دي. په دې سره د ټولو وژل شویو ملکي کسانو شمیر لږ تر لږه ۱۶۷۰ تنو ته لوړ شوی دی.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب