1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د يمن ۸۰ سلنه وگړي له قحطۍ سره مخامخ دي

آژانسونه/ نجيب الله زيارمل۱۳۹۴ تیر ۵, جمعه

د ملگرو ملتونو امنيت شورا په يوه بيانيه کي له سعودي عربستانه غوښتي دي چي د يمن بندرونو ته دي تجارتي بېړيو ته اجازه ورکړي او دغه اقدام ئې انسانانو ته د مرستو رسولو په برخه کي حياتي بللی دئ.

https://p.dw.com/p/1Fnci
انځور: picture-alliance/AA/M. Hamoud

د ملگرو ملتونو امنيت شورا د پنجشنې په ورځ د دې غوښتونکې سوه چي د يمن اوبو ته په خوارکي، درملو او سونگ موادو بار کښتيو ته اجازه ورکړل سي.

د سعودي عربستان پوځ او نور عربي متحدان ئې چي پر يمن باندي ئې يرغل کړی دئ، د يوه فرمان په صادرولو سره د يمن اوبو ته د کښتيو ور ننوتل منع اعلان کړي دي. ملگرو ملتونو پر دغه اقدام باندي اعتراض کړی دئ، او غوښتي ئې دي چي غير پوځي کښتيو ته دي اجازه ورکړل سي.

د ملگرو ملتونو د بشري مرستو مسئول ستيفان اوبرايان خبريالانو ته ويلي دي: «د يمن په اوبو کي سوداگريزو کښتيو ته د تگ راتگ اجازه ورکول د مرستي رسولو له پاره ډېره حياتي ده.»

د يمن د جنگ له پيل راهيسي دغه هيواد ته په صادراتو کي ۷۵ سلنه کمښت راغلی. دا په داسي حال کي ده چي د دغه هيواد ډېر خوراکي مواد، درمل او د ژوندانه نور اړين مواد وارداتي دي او د يمن اوسېدونکي د نورو هيوادونو په وارداتو پوري تړلي دي.

ملگرو ملتونو ويلي دي چي د يمن د ۲۱ ميليونه نفوس ۸۵ سلنه وگړي سمدستي بشري مرستو ته اړ دي او د هغوی د ژوندانه شرايط ډېر کړکېچن دي.

د ملگرو ملتونو د بشري مرستو مسئول ستيفان اوبرايان، دغه راز اعلان کړی دئ، چي د يمن له ۲۲ ولايتونو څخه نزدې په ۱۰ کي قحطي ده او بې له ځنډه بايد دغو وگړو ته ډېر ژر مرستي ورسول سي.

د عربستان پوځ وايي چي په يمن کي د بندرونو کنترول ډېر اړين دئ، ځکه چي حوثي ياغيان د بندرونو له لاري وسلې تر لاسه کوي.

اوبرايان چي په روانه مياشت کي رياض ته سفر وکړ څو د سعودي چارواکي قانع کړي چي غير پوځي کښتيو ته د تگ راتگ اجازه ورکړي، ټينگار ئې وکړ چي ملگري ملتونه دا تضمين کوي چي د سوداگرۍ کښتي به د مرستو رسولو په موخه د يمن اوبو ته ننوزي او له پوځي اقداماتو او حوثيانو سره اړه نه لري.

په يمن کي جنگ تر اوسه پوري نزدې ۲۰۰۰ انسانان وژلي په زرونو نور ټپيان سوي او په لسونو زره نور له خپل هيواده وتلي، چي په اغلب گومان به د افريقا د ښکر پر لور تللي وي.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب