اوباما د سوریې په اړه رای وځنډوله
۱۳۹۲ شهریور ۲۰, چهارشنبهولسمشر اوباما د سه شنبې په ورځ په یوې ژوندۍ تلویزیوني وينا کې وویل چې هغه له کانگرس څخه غوښتي دي چې پر سوریې باندې د یوه امریکایي برید په اړه رایه اچونه وځنډوي. اوباما وویل چې هغه دغه پریکړه د روسیې له خوا د اسد پر رژیم باندې د نویو فشارونو له کبله، کړې ده.
اوباما چې له سپینې ماڼۍ څخه یې خپله بیانیه ورکوله، وویل چې د روسیې له خوا د سوریې د کیمیاوي وسلو د تر کنترول لاندې راوستل او د هغوی د بې تاثیره کولو پلان «هڅوونکې پایلې» رامنځ ته کړې دي. تر دې مخکې روسیې وړاندیز کړی وو چې د سوریې کیمیاوي وسلې د دغه هیواد تر کنتروله ووځي. د سوریې د بهرنیو چارو وزیر ولید المعلم، د روسیې دغه وړاندیز ومانه او آن موافقه یې وکړه چې سوریه به د ملگرو ملتونو هغه تړون لاسلیک کړي چې له مخې یې د کیمیاوي وسلو پر کارونې باندې بندیز لگول کیږي
د سوریې د بهرنیو چارو وزیر ولید المعلم، وویل چې هغه به په خپله د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین سره اړیکه ونیسي تر څو د دغې حل لارې د پرمختگ څارنه وکړي. په عین حال کی د امریکا د بهرنیو چارو وزیر د پنجشنبې په ورځ په جینوا کې له خپل روسي سیال سره د سوریې په اړه غږیږي.
اوباما په خپله وینا کې روښانه کړه چې اوس لا وختي ده چې سړی د روسیې د وړاندیز د کامیابي او ناکامي په اړه وغږيږي. هغه وویل: «هره موافقه چې کیږي باید په ترڅ کې یې دا خبره روښانه شي چې د اسد رژیم پر خپلو ژمنو عمل کوي خو دغه وړاندیز [د روسیې وړاندیز] د دې وړتیا لري چې د زور له کاریدو پرته په سوریې کې د کیمیاوي وسلو د بیا کاریدو خطر له منځه یوسي. د دې خبرې یو عملي دلیل دا دی چې روسیه د اسد د رژیم له پیاوړو متحدینو څخه شمیرل کیږي.»
اوباما په عین حال کې ټینگار وکړ چې امریکايي جنگي بیړۍ به اوس هم په مدیترانې کې پاتې شي ترڅو د اړتیا په صورت کې پر سوریې باندې برید وکړای شي.
اوباما: موږ پوهیږو چې رژیم [د کیمیاوي وسلو د کارونې] مسوول وو
اوباما د خپلې وینا په ډیرو برخو کې هڅه وکړه چې پر سوریې باندې د یوه راتلونکي احتمالي برید له پاره د امریکایانو ملاتړ ترلاسه کړي. هغه په دې بیانیه کې وویل چې د اسد رژیم د کیمیاوي وسلو د کاریدو تر شا وو. د امریکا متحده ایالاتو د استخباراتي ادارو په حواله د اگست میاشتې په ۲۱ نیټه د دمشق په څنډو کې کیمیاوي وسلې کارول شوي دي چې په پایله کې یې ۱۴۲۹ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
اوباما وویل: «که موږ اوس د یوه اقدام په کولو کې پاتې راشو، نو د اسد رژیم به په راتلونکې کې د کیمیاوي وسلو له کارونې په شا نه شي.»
اوباما ټینگار وکړ چې د سوریی په لانجه کی د« متحده ایالاتوملي امنیت، د دغه هیواد ارزښتونه او د نړیوالې ټولنې مشري مطرح ده». خو هغه یو ځل بیا روښانه کړه چې پر سوریې باندې احتمالي پوځي برید به دغه هیواد ته د سرتیرو د استولو په معنی نه وي. اوباما وویل چې د دغه احتمالي برید په ترڅ کې به مشخص اهداف او کیمیاوي وسلې په نښه شي ترڅو د اسد رژیم له پوځي لحاظه ضعیفه کړای شي.