1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

اروپايي ټولنه د سوریې کړکیچ ته د حل لاره لټوي

نسیم صابر (دویچه ویله)۱۳۹۲ شهریور ۱۶, شنبه

د سوريې په کړکېچ کې د جي۲۰ هېوادونو د سرمشريزې په ناکامېدو سره اوس د اروپايي ټولنې د غړو هېوادونو د بهرنيو چارو وزيران د يو ګډ دريځ په لټه کې دي. خو د ليتوانيا په پلازمېنه ويلنيوس کې دغه خبرې اترې به ښايي ستونزمنې وي.

https://p.dw.com/p/19dQt
انځور: picture-alliance/dpa

د ليتوانيا په پلازمېنه ويلنيوس کې تر سره کېدونکې غونډه د اروپايي هېوادونو د وزيرانو او د هغوی د امريکايي سيال، جان کېري تر منځ په غير رسمي ليدنې کتنې سره پيل شوه. د امريکا متحده ايالات او فرانسه دې ته چمتو دي چې په سوريه کې د کيمياوي وسلو استعمال ته د پوځي بريد له لارې غبرګون وښېي. خو د اروپايي ټولنې ډېري غړي هېوادونه دغسې يو ګام ردوي. اروپايي ټولنه او د امريکا متحده ايالات په دې همنظره دي چې د سوريې حکومت د اګست په ۲۱مه نېټه د کيمياوي وسلو د استعمال مسئوليت پر غاړه لري.

د ديپلوماتانو د څرګندونو له مخې اروپايان غواړي له کېري هيله وکړي چې د پوځي ګام په اړه تر وروستۍ پرېکړې مخکې دې د ملګرو ملتونو د کيمياوي وسلو د پلټونکو رپوټ ته انتظار وايستل شي.

د جي۲۰ سرمشريزې تر دې د مخه د سوريې په کړکېچ کې د هېوادونو تر منځ د نظر اختلافات په ډاګه کړي ول. د روسيې ولسمشر، ولاديمير پوتين پايلې په دې ډول راونغښتلې: «زموږ څخه هر يوه پر خپل دريځ باندې ټينګار وکړ.»

پوتين او د چين ولسمشر، شي جين پينګ د امريکا متحده ايالاتو ته خبرداری ورکړ چې بين الدول حقوق دې تر پښو نه لاندې کوي.

آلمان انتظار باسي

دغه اختلافات د سرمشريزې د ۱۱ غړو تر منځ د يوې پاڼې په لاسليکولو سره هم ښکاره کيږي. په دغه پاڼه کې د زهرجن ګاز د استعمال له کبله يو «پياوړی نړيوال ځواب» غوښتل شوی دی. په دې کې ويل شوي دي چې يو څرګند پيغام بايد واستول شي چې دغه ډول وحشتناک عمل بايد تکرار نه شي.

د دغې پاڼې لاسليک کوونکي د امريکا متحده ايالاتو پرته د نورو تر څنګ لويه بريتانيا، فرانسه، ايټاليا، ترکيه او جاپان دي. آلمان يوازینی اروپايي هېواد دی چې په ويلنيوس کې حاضر وو او پاڼه يې نه ده لاسليک کړې. د آلمان حکومت د دې سپيناوی داسې کړی وو چې په ويلنيوس کې خبرې اترې لا جريان لري. د حکومت يوه وياند وويل چې د آلمان حکومت غواړي چې اروپايي ټولنه يو ګډ دريځ غوره کړي. لومړۍ وزيري انګلا مېرکل له دې کبله د اروپايي ټولنې د شورا له مشر، هېرمان فن رومپوي سره د يوې له وخت مخکې پرېکړه څخه ډډه کړې وه.

متحده ايالات منزوي شوي دي

مېرکل په سانکت پېترسبورګ کې وويل چې ملګري ملتونه بايد «په لوبه» کې ښکېل پاته شي او د سوريې په اړه يوه بله غونډه په ژنيوو کې جوړه شي. هغه د بهرنيو چارو له وزير ګيدو وېسترويله، سره په ګډه وغوښتل چې يو ځل بيا دې هڅه وشي چې نړيواله جزايي محکمه هم په بهير کې ورګډه شي. د ملګرو ملتونو عمومي منشي، بانکي مون د امريکا متحده ايالاتو ته د پوځي بريد څخه څرګند خبرداری ورکړ او يوه سياسي حل لاره يې وغوښتله.

په سانکت پېترسبورګ کې د جي۲۰ په سرمشريزه کې حکومتي او دولتي مشران په دې نه شول بريالي چې يو واحد دريځ غوره کړي.
په سانکت پېترسبورګ کې د جي۲۰ په سرمشريزه کې حکومتي او دولتي مشران په دې نه شول بريالي چې يو واحد دريځ غوره کړي.انځور: REUTERS

په دې ترڅ کې د امريکا متحده ايالاتو په خپل وار څرګنده کړې ده چې نور د ملګرو ملتونو له خوا ماموريت ته انتظار نه باسي. ولسمشر بارک اوباما په سانکت پېترسبورګ کې وويل چې دی غواړي په راتلونکې سه شنبه خپل ملت ته يوه بيانيه وړاندې کړي. اوباما وويل چې دی پوهيږي چې د جي۲۰ ډېر هېوادونه د ملګرو ملتونو د امنيت شورا يو ماموريت غواړي، خو: «داسې وختونه هم وي چې موږ بايد پکې سختې پرېکړې وکړو.» نوموړي په ورته وخت کې اعتراف هم وکړ چې د متحده ايالاتو د کانګرس له خوا مثبت ځواب تر لاسه کول هم مشکل کار دی.

بريد ته تياری

د ملګرو ملتونو مرستندويه ټولني په سوريه کې د ملګرو ملتونو د بېړنيو مرستو د همغاړې کوونکې، والري آموس په خبره، د يوه پوځي بريد تر سره کېدو ته ځانونه چمتو کوي. آموس په بيروت کې وويل چې بېړني پلانونه په پر له پسې ډول په وضعيت پورې سنجول کيږي د دې له پاره چې حالت شايد ترينګلی شي او د کډوالو شمېر لوړ شي.

د متحده ايالتو حکومت خپلو وګړو ته خبرداری ور کړ چې لبنان او د ترکيې سويل ته دې سفرونه نه کوي. د امريکا متحده ايالاتو سفارت په لبنان کې تر ډېره حده خالي کړای شوی دی.