1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

اوباما: له پلان سره سم به سرتيري راوزي

۱۳۹۰ اسفند ۱۱, پنجشنبه

د امریکا د متحده ایالاتو ولسمشر بارک اوباما د چهارشنبې په ورځ ویلي دي چې د تیرو اونيو پر خونړیو پیښو سربیره په دې باور دئ چې امريکا به وکولای شي له مهال ویش سره سم خپل پوځونه را وباسي.

https://p.dw.com/p/14CHl
انځور: dapd

اوباما د ABC تلویزوني چینل سره په خبرو کې ویلي دي چې هغه په دې باور دئ چي په ۲۰۱۴کال کې به د افغانستان له جنگي رول څخه ځان باسي.

هغه په خپلو کې زیاته کړې ده چې له هغه وروسته افغانان، د عراقیانو په شان د دې ظرفیت ولري چې د خپل هیواد امنیت خپله ټینگ کړي.

اوباما د جمهوري غوښتونکو د ځیني مخالفینو له لوري په دې وجه تر نیوکو لاندي راغلی وو چې د بگرام په هوایي ډگر کې ئې د قرآن شریف د سوځولو د پیښي په اړه بخښنه غوښتې وه.

خو اوباما خپله دغه پریکړه پر ځای بللې ده او ویلي ئې دي چې د تاوتريخوالي د پيښو د مخنيوي له پاره دا کار اړین وو.

اوباما په خپلو خبرو کې وړاندي ویلي دي چې د دغي بخښني مقصد د خلکو د ژوند ژغورل وو.

په افغانستان کې دغه خونړي لاریونونه چې اوه ورځي ئې دوام وموند د اټکلونو له مخې د ۴۰ انسانانو د ژوند په بیه تمام شول.

پر دې سربیره د افغانستان د کورنیو چارو په وزارت کي دننه دوه تنه امریکایي سلاکاران ووژل شول. تر هغه وروسته په افغانستان کې د ناټو ځواکونو عمومي قوماندان جان الین د افغانستان له ټولو وزارتونو څخه په مؤقتي توگه د سلاکارانو د را ایستلو فیصله وکړه.

د امريکا ولسمشر په خپلو خبرو کې ویلي دي چې د افغان پوځ زیاتره برخه زموږ له روزونو څخه برخمنه شوې او خوښ دي. خو هغه وړاندي ویلي دي چې دا دې معنی نه ده چې هلته دي نو نوري غمجني پیښي نه کیږي.

خو د امریکا د متحده ايالاتو د جمهوري غوښتونکو گوند ځیني غړي وروستیو پیښو ته په کتو سره د اوباما پر پریکړه نیوکه کوي او وایي چې د پوځونو د را ایستلو لړۍ باید په کراره وي.

په افغانستان کي دا وخت د ناټو په مشرۍ ۱۳۰ زره بهرني سرتیري د افغان دولت له وسله والو مخالفينو سره په جگړه بوخت دي.

امریکا پلان لري چې د ۲۰۱۴م کال تر پایه له افغانستان څخه په تدریجي ډول خپل جنگي سرتیري را وباسي.

آژانسونه/ سید ریاض
کتونکی: نجیب الله زیارمل