1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

اوباما: د مشاورينو ساتنه بايد وسي

۱۳۹۰ اسفند ۷, یکشنبه

بارک اوباما په افغانستان کې د ناټو ځواکونو د عمومي قوماندان جان الین د هغي پریکړي هرکلی کړی دئ چي د افغانستان له ټولو وزارتونو څخه بهرني مشاورین را ایستل شوي دي.

https://p.dw.com/p/14AHQ
انځور: dapd

د امریکا متحده ایالاتو د افغان ولسمشر حامد کرزي له خوا خلکو ته د ارام پاتېدلو خبره ستایلې ده.

د سپیني ماڼۍ له خوا په خپره شوې خبر پاڼه کې راغلي دي چي اوباما د الین له خوا د ناټو د منسوبینو د خوندي اقدام هم ستایلی دئ.

دغه خبر پاڼه وړاندي کاږي چې د امریکا متحده ایالات د افغانستان له دولت او خلکو سره خپلي ملگرتیا ته ژمن دي.

سپیني ماڼۍ د افغان ولسمشر له خوا هغه وينا هم ستایلې ده چې پکښي پر لاریون کوونکو د آرام پاتېدو ږغ شوی دئ.

تر دې مخکي پینټاگون د افغانستان د کورنیو چارو په وزارت کي دننه د دوو تنو امریکایي مشاورینو وژنه د نه منلو وړ بللې او پر افغان چارواکو ئې غږ کړی دئ چې د بهرنیو مشاورينو ساتنه په ښه ډول وکړي.

د شنبې په ورځ ناټو د افغانستان له ټولو وزارتونو څخه خپل مشاورین را ایستلي دي. د هغوی په وینا دا کار د ناټو د منسوبینو د خوندي ساتلو له پاره تر سره شوی دئ.

په کابل کې د انګلستان سفارت هم ویلي دي چې په کابل کې ئې خپل ټول ملکي مشاورین د افغان حکومت له ادارو څخه په مؤقتي ډول را ایستلي دي.

دا کار په داسي حال کې تر سره شوی دﺉ چې د شنبې په ورځ د افغانستان د کورنیو چارو په وزارت کي دوه امریکايي مشاورین ووژل شول.

آژانسونه/ سید ریاض
کتونکی: نجيب الله زيارمل