اوباما صبا د کرزي سره ويډيويي خبري کوي
۱۳۹۰ خرداد ۱۷, سهشنبهاوباما په داسي حال کي د خپل افغان سيال سره د ويډيو له لاري خبري کوي، چي په راتلونکي مياشت کي به امريکايي سرتيري د افغانستان څخه په وتلو پيل وکړي.
د افغانستان څخه د بهرنيو ځواکونو د وتلو غوښتني ورسته له هغه ډيري سوي، چي څه باندي يوه مياشت دمخه امريکايي ځواکونو د پاکستان په زړه کي د القاعدې مشر، اسامه بن لادن وواژه.
تير کال بارک اوباما افغانستان ته نور ۳۰۰۰۰ اضافي سرتيري ددې لپاره وليږل چي د طالبانو سره په جگړه کي بری تر لاسه کړي. خو د يوه کال په تيريدو سره په افغانستان کي جگړې نور هم زور اخستی.
د کزري او اوباما ويډيويي کنفرانس په داسي حال کي تر سره کيږي چي تيره اونۍ کرزي د ملکي تلفاتو پر سر ناټو ځواکونو ته سخت کواښ وکړ او ويې ويل چي که دغه ځواکونه ملکي وژنو ته ادامه ورکړي نو په «يرغلګر ځواکونو» به بدل سي.
د امريکا متحده ايالاتو د دفاع وزير، رابرت کېټس، هم تيره اونۍ افغانستان ته سفر کړی ؤ. ده ويلي ول چي، کيدای سي د امريکا متحده ايالات په لومړي سر کي د افغانستان څخه خپل ۳۰۰۰۰ سرتيري و باسي.
د سپيني ماڼۍ وياند، جي کارني، وايي چي باراک اوباما لا تر اوسه د امريکايي ځواکونو د وتلو په اړه کومه خاصه پريکړه نه ده کړې. هغه وايي چي د افغانستان څخه د امريکايي ځواکونو وتل به د دغه هيواد په حالاتو پوري تړلې وي.
د سپني ماڼۍ د وياند په خبره اوباما د خپل امنيتي ټيم سره د دوشنبې په غونډه کي د افغانستان څخه د امريکايي ځواکونو د وتلو د وخت په اړه خبري نه دي کړي.
«ولسمشر لا تر اوسه د امريکايي قومانانو او دفاع وزير لخوا په دې اړه کوم وړانديز نه دی ترلاسه کړی چي د افغانستان څخه څومره ځواکونه وباسي. دی به په دې اړه په نږدې راتلونکي کي پريکړه وکړي.»
په امريکا کي د افغانستان د جګړې په وړاندي عامه مخالفت هم د هري ورځي په تيريدو سره ډيريږي. د اسامه تر مړيني وروسته خو اوس د دغه هيواد ډير سناتوران هم وايي چي د افغانستان جګړه اوس د دومره ډير مصرف ارزښت نه لري.
د نيويارک ټايمز ورځپاڼي په حواله، کيدای سي امريکايي چارواکي په افغانستان کي د خپلو پوځيانو شمير په ډيره لوړه کچه راټيټ کړي.
آژانسونه/ مسعود جهش
کتونکي: نجيب الله زيارمل