اوباما د دفاع وزرات او CIA نوي مشران ونومول
۱۳۹۱ دی ۱۹, سهشنبهیادښت: په انځور کې چَک هاګل د اوباما ښۍ او جان برینن د هغه کیڼ اړخ ته ولاړ دی.
د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر بارک اوباما د دوشنبې په ورځ پخوانی جمهوري غوښتوونکی سناتور چَک هاګل د امریکا د راتلونکی دفاع وزیر او د CIA پخوانی غړی جان برینن، د دغې ادارې د راتلونکي مشر په توګه نومولی دی. برینن اوس له ترهګری سره د مبارزې په برخه کې د ولسمشر اوباما مشاور دی.
اوس نو باید دغه دوه تنه نومول شوي وګړي د متحده ایالاتو د سنا له خوا تأیید شي. په دې ترتیب سره به برینن د جنرال دیوید پیتریوس ځای ونیسي. پیتریوس د ۲۰۱۲ کال په نومبر میاشت کې له خپلې دنده څخه استعفأ وکړه. د هغه د استعفأ اصلي لامل له یوې ښځې سره د نامشروع اړیکې لرل وو. دغه ښځه پاوله برادویل نومیده چې د پتریوس په اړه یې یو کتاب هم لیکلی وو.
اوباما چې د دغو دوو تنو نوماندي یې د دوشنبې په ورځ په سپینه ماڼۍ کې اعلان کړه وویل چې برینن د استخباراتو په برخه کې د متحده ایالاتو له ډیرو مجربو او پخوانیو کارکوونکو څخه دی.
په همدې حال کې د امریکا د دفاع وزیر په توګه نومول شوی چَک هاګل، د سنا د تأیید د ترلاسه کولو په صورت کې د لیون پنیتا ځای نیسي. لیون پنیتا ویلي وو چې د بارک اوباما د دویمې دورې له پیلیدو سره به خپله دنده پریږدي. ټاکل شوې ده چې اوباما د روانې میاشتې په ۲۰مه نیټه په رسمي ډول خپله دویمه دوره پیل کړي.
پر هاګل باندې د جمهوري غوښتوونکو په ګډون ځیني امریکایي سیاستوال د ایران او اسراييلو په اړه د هغه د نظرونو له کبله نیوکې کوي. اوباما وویل چې هاګل پوهیږي چې امریکا له خپلو متحدینو او ملګرو سره د يوځای پاتې کیدو په صورت کې تر بل هر وخت پیاوړې وي.
هاګل له خپل ګوند څخه تر هغه وروسته بیل شو چې ده د عراق پر جګړه باندې چې جمهوري غوښتونو یې ملاتړ کاوه، نیوکې وکړې. اوباما وویل چې هغه په سنا کې د هاګل د جرأت او قضاوت ستاینه کوي. د بارک اوباما په خبره هاګل خپل نظر بیانوي ان که هغه جنجالي بحثونه هم راوپاروي.