1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

امریکایي سرتیری په وژنو تورنیږي

۱۳۹۱ فروردین ۴, جمعه

یوه امریکایي چارواکي د پنجشنبې په ورځ ویلي دي چې امریکایي سرتیری رابرت بالز به په محکمه کې د ملکي کسانو په وژنه تورن شي. دغه سرتیري د کندهار په زنگاوات کلي کې ۱۷ ملکي وګړي وژلي دي.

https://p.dw.com/p/14Pgp
انځور: DVIDS

دغه امریکایي چارواکي چې د نوم د نه اخیستلو په شرط ئې خبرې کړي دي ویلي دي چې په روبیرت بالز باندې د ۱۷ کسانو د قتل، د ښپږو تنو د وژلو د هڅې د کولو او له پوځي قوانینو څخه د سرغړونې تورونه لګول شوي دي. د نوموړې سرچینې په وینا دغه تورونه به د جمعې په ورځ په رسمي توگه اعلان شي.

دغه ۳۸ کلن سرتیری د دوو ماشومانو پلار دﺉ او د واشنگټن په ایالت کې ئې ژوند کاوه. هغه د مارچ د میاشتې په ۱۱ نیټه د کندهار په په زنگاوات کلي کې ۱۷ ملکې وگړي ووژل. په وژل شوو کسانو کې نهه تنه ماشومان هم شامل ول. بالز د دغو کسانو تر وژلو وروسته د هغوی له ډلې څخه د څو تنو جسدونو ته اور هم ورته کړی وو.

پر بالز لگول شوي تورنه به هغه ته د کنساس په یوه پوځي زندان کې واورول شي چیرې چې هغه له یوې اوونۍ راهیسې بندي دئ. هغه به په لومړی د یوې پوځي محکمې له لوري محاکمه شي.

امریکایي چارواکو لومړی پر بالز باندې د ۱۶ تنو ملکي کسانو د وژنې شک کړی وو چې په هغې کې ۹ تنه ماشومان او ۷ تنه لویان شامل ول. خو د پنجشنبې په ورځ بالز د ۱۷ کسانو د وژلو په تور تورنیږي. په دې اړه وضاحت نه دئ ورکړل شوی چې د وژلو شوو کسانو شمیر ولې ۱۷ تنو ته لوړ شوی دئ.

د کنساس په یوه پوځي زندان
د کنساس په یوه پوځي زندانانځور: picture-alliance/dpa

د بالز مدافع وکیل جان هینري براوني، ویلي دي چې هغه د دې تورونو په اړه کومه تبصره نه شي کولای ځکه چې هغه ته لا په رسمي توگه د دې تورونو په اړه څه نه دي ویل شوي. د هغه په وینا هغه د پنجشنبې په ورځ له څارنوالانو سره خبري کړي دي او هغوی ویلي دي چې دغه تورونه به په رسمي توگه د جمعې په ورځ اعلان شي.

په نوموړې پيښه کې د ملکي کسانو وژنط د متحده ایالاتو او افغانستان تر منځ اړیکو ته تاوان اړولی دئ. تر دې مخکې د بگرام په پوځي اډه کې د امریکایي سرتیرو له خوا د قران شریف د سوځولو پېښه د دې لامل شوه چې په افغانستان کې خونړۍ مظاهرې وشي.

په عینې وخت کې افغان طالبانو د جمعې په ورځ ویلي دي چې هغوي د امریکایانو له لوري د نوموړي سرتیري پر محاکمه کیدو باندې باور نه لري.

د طالبانو یوه ویاند ذبیح الله مجاهد، د رویترز خبري آژانس ته له یوه نامعلوم ځای څخه د تلیفون پر کرښه ویلي دي چې دا یو پلان شوی کار وو او دوی به په افغانستان کې له میشتو امریکایي سرتیرو څخه د دې غچ واخلي.

آژانسونه/ سید ریاض
کتونکی: مسعود جهش