د کندهار د پېښي د عامل هویت بربنډ شو
۱۳۹۰ اسفند ۲۷, شنبهپه داسي حال کې چې ډیر شمیر افغانان غواړي چې بالز دې په افغانستان کې محاکمه شي خبر ورکړل شوی دﺉ چې هغه لا وختي له افغانستان څخه متحده ایالاتو ته لیږدول شوی دئ.
د بالز وکیل ویلي دي چې د هغه مؤکل د خپل د یوه ملگري د تپونو د لیدلو له کبله ډیر تر فشار لاندي وو. د بالز وکیل زیاته کړې ده چې دغه سرتیري د مسلمانانو پر وړاندي کومه دښمني او کینه نه درلوده.
یو امریکایي چارواکي چې د فرانسې له خبري آژانس سره ئې د نوم د نه اخیستلو په شرط خبري کړي دي ویلي دي چې کیدای شي د کندهار د پېښي د رامنځ ته کیدو دلیل د بالز له خوا د الکولو استفاده وه.
دا په داسي حال کې ده چې د بریدمن رابرت بالز گاونډي وايي چې دغه سرتیري له خپلي کورنۍ سره ډیر وخت تیروه. د هغه یو گاونډی پاول ولبیرگ، وایي چې هغه باور نه شي کولای چې د کندهار پېښه دې بالز رامنځ ته کړي وي. د بالز یوه بله گاونډۍ کیسي هولاند، وایي چې هغي به تل بالز لیده چې له خپلو دوو ماشومانو سره به ئې لوبي کولي. هغه وایي: «زه باور نه شم کولای چې بالز دې دا کار کړی وي. زه ډیره حیرانه یم. دا یوه ډیره خواشینوونکي پېښه ده.»
بالز له افغانستان څخه امریکا ته لیږدول شوی دئ. چارواکي وایي چې هغه اوس په زندان کي یوازي ساتل کیږي. هغه په ۲۰۰۱ کال کې د امریکا په پوځ کې شامل شو. په تیرو لسو کلونو کې بالز دري واري عراق او یو ځل هم افغانستان ته استول شوی وو.
د بالز د وکیل په حواله دغه امریکايي سرتیری په عراق کې دوه ځلي ټپي شوی هم وو. وکیل ویلي دي چې کله چې بالز ته وویل شو چې افغانستان ته استول کیږي هغه له دې پریکړي خوښ نه وو او نه ئې غوښتل چې افغانستان ته ولاړ شي.
بالز تیر کال د دسمبر په میاشت کې افغانستان کې په دندي پیل وکړ. د روان کال په فبروري میاشت کې د کندهار ولایت پنجوایي ولسوالۍ ته واستول شو. د بالز وکیل ویلي دی چې د مارچ په لسمه نیټه بالز خپل یو ملگری په ټپي حالت کې لیدلی وو.
د مارچ په یوولسمه نیټه هغه له خپلي اډي څخه ووت او ۱۶ ملکي کسان ئې ووژل. د وژل شوو کسانو په ډله کې نهه ماشومان هم شامل ول.
لا تر اوسه پوري معلومه نه ده چې د بالز برخه لیک په څه وي خو ویل کیږي چې کیدای شي هغه ته د مرگ سزا ورکړل شي.
فرانس پرس، رویترز/ مسعود جهش
کتونکی: سید ریاض