1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

امریکايي جنرال: افغانستان ښایي لا زیاتو سرتیرو ته اړتیا ولري

۱۳۹۴ دی ۹, چهارشنبه

په افغانستان کې د میشتو امریکايي او د ناتو ځواکونو عمومي قوماندان ښايي د نورو زیاتو امریکايي سرتیرو غوښتنه وکړي څو د یاغیانو ضد جگړه کې له افغان امنیتي ځواکونو سره مرسته وشي.

https://p.dw.com/p/1HVy6
انځور: picture-alliance/Planet Pix via ZUMA Wire

له «USA Today» نومې ورځپاڼې سره په مرکه کې په افغانستان کې د امریکا متحده ایالاتو او د ناتو د ځواکونو عمومي قوماندان جان کیمپبل، وویل چې په افغانستان کې د یاغیانو د بریدونو له پراخیدو سره اړینه ده چې له افغان امنیتی ځواکونو سره له نور «پوځي پرسونل» سره مرسته وشي.

د کیمپبل مرکه په داسی یوه وخت کې خپریږي چې د ۲۰۱۵ کال له نیمايي څخه را په دې خوا په افغانستان کې د یاغیانو په خونړیو بریدونو کې زیاتوالی راغلی دی او د جگړې تلفات هم د افغان حکومت او هم د طالبانو له پاره لوړ شوي دي.

نوموړي وضعیت ته په کتو سره ولسمشر بارک اوباما، آن لا مخکې له خپل هغه هوډ څخه وواښت چې غوښتل یې د ۲۰۱۶ کال تر پایه پورې له افغانستان څخه پرته له ۱۰۰۰ تنو څخه نور ټول امریکايی سرتیري وباسی. اوباما د اکتوبر په میاشت کې اعلان وکړ چې ۹۸۰۰ سرتیري به په افغانستان کې د ۲۰۱۶ کال تر پایه پورې پاتې شي.

جنرال کیمپبل له «USA Today» سره په مرکه کې یادونه وکړه چې هغه به له اوباما څخه وغواړي چې په افغانستان کې تر هغه پورې چې اړتیا لیدله کیږي، یو زیات شمیر امریکايي سرتیري وساتي او هغه ښايي د نور زیات « پوځي پرسونل» غوښتنه هم وکړي.

جنرال کیمپیل نوموړې ورځپانې ته وویل: «زه باور لرم چې موږ کولای شوو [افغان امنیتی ځواکونو] ته روزنه ورکړو، هغوی ته سلا مشورې او ورسره مرسته وکړو او دغه ماموریت [تروریزم ضد] په ښه وجه تر سره کړو. له همدې کبله زه به لوړ پوړې مشرې ته مخ واړم او ورته به ووایم چې دا هغه څه دي چې زه ورته اړتیا لرم، که هغه د زیاتیو کسانو موضوع وي، او که نور څه.»

د پلان له مخې په افغانستان کې د ۹۸۰۰ امریکايی سرتیريو شمیر به د ۲۰۱۷ کال د جنوري په لومړې نیټه ۵۵۰۰ تر ته راکم کړای شي.

جان کیمپبیل وویل:«زما هدف دا دی چې تر هغې اندازې پورې چې زه کولای شم او تر هغه پورې چې ورته اړتیا وینم، هغوی به هلته وساتم.»

د ۲۰۱۵ کال دسمبر هغه میاشت ده چې له افغانستان څخه د ناتو او امریکا متحده ایالاتو په مشرې د نړیوالو جنگي سرتیرو د بشپړ وتلو څخه یو کال پوره شو. که څه هم په دې یو کال کې د یاغیانو ضد جگړه کې افغان امنیتي ځواکونه یوازې وو، خو له هغوی سره نړیوالو ځواکونو د «پریکړن ملاتړ» ماموریت په چوکاټ کې پوځي مرستې کړې دي.

په ۲۰۱۶ کال کې طالب یاغیان وتوانیدل چې په ډيرو سیمو کې د افغان امنیتي ځواکونو پر ضد خپل عملیات پراخ کړي او د شمال په شمول په ځینو سیمو کې هغوی ته گذارونه هم ورکړي. په دی جمله کې د یوې لنډې مودې لپاره د کندز د ولایت مرکز نیول هم شامل دي.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب