1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

روسي طالب په امریکا کې په عمر بند محکوم شو

آژانسونه۱۳۹۴ آذر ۱۳, جمعه

د پخواني شوروي اتحاد د ټانک یو چلوونکی په ۲۰۰۹ کال کې پر امریکایي او افغان ځواکونو باندې په برید کې د ونډې له کبله د یوې امریکایی محکمې له خوا په عمر بند او دریش کاله زندان محکوم شو.

https://p.dw.com/p/1HHJ7
انځور: picture-alliance/AP Photo

پنځه پنځوس کلن اریک حمیدالین، په افغانستان کې لومړی نیول شوی بهرنی جنګیالی دی چې د یوې امریکایي محکمې له خوا له طالبانو سره د مرسته کولو په جرم په زندان محکومیږي.

امریکایي قاضي هینري هودسن، تر هغه وروسته حمیدالین په زندان محکوم کړ چې هغه د خپل دفاع له پاره په محکمې کې له نیم ساعت څخه د ډیر وخت له پاره خبرې وکړې.

دغه کس د روان کال په اګست میاشت کې په ۲۰۰۹ کال کې د افغان سرحدي ځواکونو پر یوې پوستې باندې د برید په تړاو تورن شوی وو. په دې برید کې کوم افغان او یا هم امریکایی سرتیری نه وو وژل شوی خو د طالبانو له اړخه حمیدالین یوازینی ژوندی پاتې شوی کس وو.

پر حمیدالین باندې په لګیدلو تورونو کې له ترهګرو سره مرسته او د افغان او امریکایي ځواکونو د وژلو هڅه کول شامل دي. د حمیدالین مدافع وکیل ویلي دي چې هغه به پر خپل موکل باندې د لګیدلو تورونو او هغه ته د ورکړل شوې جزا بر ضد اقامه دعوا وکړي. حمیدالین په محکمه کې وویل: «د یوه مسلمان په توګه زه ستاسو قانون نه منم. زه دغه محکمه په رسمیت نه پیژنم.»

حمیدالین په محکمې کې د خپلو خبرو پر مهال زیاته کړه چې هغه ترهګر نه دی او حق لري چې د «امریکایي یرغلګرو پر ضد» د خپل ځان دفاع وکړي. هغه محکمې ته په کراچۍ کې راوستل شو او وزن یې هم کم وو. حمیدالین په ۲۰۰۹ کال کې د نیول کیدو پر مهال څو وارې ویشتل شوی وو. هغه د پنځو کلونو له پاره په افغانستان کې په بند کې ساتل شوی وو.

قاضی د محکمې پر مهال وویل، یوه موضوع چې دی دغه شان پریکړې ته هڅوي د حمیدالین هغه خبرې دي چې د FBI یوه کارکوونکي ته یې کړي دي. د قاضي په حواله حمیدالین ویلي وو: «که زه تا پر سړک ووینم نو باید تا د یوه کافر په توګه ووژنم.»

خو حمیدالین بیا ټینګار وکړ چې د هغه له خبرو څخه غلط مفهوم اخیستل شوی دی. هغه روښانه کړه چې هدف یې له دې خبرې دا وو چې که د FBI دغه کارکوونکي په افغانستان کې د یوه یرغلګر په توګه ووینې نو باید یې ووژني.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب