امريکايانو په افغانستان کي طبيعي زېرمي کشف کړي دي
۱۳۸۹ خرداد ۲۵, سهشنبهد دغو طبيعي زيرمو زياته برخه مس، ليتيوم،وسپنه وسره زر دي، د نيوبيوم فلز او کوبالت شامل دي.
لوړ پوړو امريکايي حکومتي چارواکو وويل چي د دغو کانونو استخراج ښه بس دي تر څو جګړه ځپلی افغانستان د خاورو څخه را پورته سي.
د نيويارک ټايمز په رپوټ کي ويل سوي دي، چي د افغانستان د ليتيوم د فلزو زيرمه دبوليويا د هيواد د زيرمي سره پرتله کيدای سي، چي په اوسني وخت کي د نړۍ د ليتوم د فلزو تر ټولو ستره زيرمه ګڼله کيږي.
ليتيوم هغه يومهم فلز دی، چي د چارچېدو وړ بټريو، سيار تيلفونو او سيار لپ ټاپونو او حتي د برقي موټرو دپاره په کار لويږي.
ورځپاڼه د متحده ايالاتو ددفاع وزرات د چارواکو له خولي ليکي چي: افغانستان کيدای سي چي د« ليتويم سعودي عربستان» وګرځي.
امریکایی چارواکو ويلي دي چي :« دمسو او اوسپنو له لحاظه هم افغانستان ډیر شتمن دی چي، کيدای سي دنړۍ د سترو تولیدونکو په جمله کي راسي.»
د متحده ایالاتو د مرکزي قوماندانۍستر قوماندان جنرال ډيويډپيتراييس د نيويارک ټايمز ورځپاڼي ته وویل چي، دلته ډيري زياتي پټي خزانې پرتې دي. په دغو زيرمو افغانستان پر پښو درېدلای سي.
د افغانستان د کانواو صنایعو وزارت مشاور ، جلیل جومړیاني هم د نيويارک ټايمز ورځپاني ته د افغانستان د دطبيعي زيرمو پراهمیت خبري کړي دي .
هغه ويلي دي :« دا کانونه به د افغانستان د اقتصاد د ملا تير وګرځي.»
د امريکاد متحده ايالاتو د جيولوجيستانو او دفاع وزرات د چارواکو يوټيم د هغو نقشو او معلوماتو د مخه چي په افغانستان کي د شوروي د اشغال په موده کي د شورويانو له خوا راټول سوی ؤ، د افغانستان د طبيعي زيرمو دغه ستري او بې حسابه شتمنۍ وموندلې.
د افغانستان جيولوجستانو دغه نقشې او معلومات د افغانستان څخه د شوروي د ځواکونو تر وتلو وروسته د ځان سره په کورونو کي ساتلي وې ترڅو هغه په نوموړي هیواد کي د وروسيتو کلونو له ګډوډیو څخه خوندي وساتي.
د افغانستان د معدن او صنايعو يو پخواني کار کونکي، انجنیر احمد د نيويارک ټایمز ورځپاڼي ته ويلي دي : « دغه نقشې موجودي وې،خو پر هغو باندي کار ونه سو ځکه افغانستان د 30 تر 35 کلونو پوري د جګړې ډګر ؤ.»
امريکايي چارواکو نوموړي ورځپاڼي ته ويلي چي جمهور رئيس حامد کرزي ته د افغانستان د دغو زيرمو د موندلو په هکله معلومات ورکړل سوي دي.
AG/ عبدالباري حکيم
کتونکی. زيارمل