1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«اسلامي دولت» ډلې د خپلو تبلیغاتو بڼه بدله کړې ده

آژانسونه/ شمس الرحمن ناصر۱۳۹۴ آبان ۳, یکشنبه

کارپوهان په دې اند دي چې «اسلامي دولت» ډلې له لویدیځو هیوادونو څخه د افراطیانو د را جلبولې له پاره خپله تگلاره بدله کړې ده. اوس دوی د جهادیانو د ورځني ژوند په ښکاره کولو سره هڅه کوي خپل پلویان ډیر کړي.

https://p.dw.com/p/1GtqO
انځور: picture-alliance/abaca

د «کیلیام» think tank بریتانوي څیړنیز مرکز د یوې څیړنې د پایلو پر بنسټ په اوس وخت کې «اسلامي دولت» ډله یوازې دوه سلنه د زورزیاتیو ویډیو گانو څخه د خپلو تبلیغاتو له پاره استفاده کوي. د دغه مرکز په تر ټولو وروستي رپوټ کې چې د (۲۴ اکتوبر) شنبې په ورځ یې خپور کړی دی راغلي دي چې د «اسلامي دولت» ډلې تر کنترول لاندی د یو بهترین او د دوی د ایډیالوژې سل په سلو کې مطابق ورځني ژوند نندارې ته وړاندی کول د دغې ترهگرې ډلې د تبلیغاتو تر نمیایې ډیره برخه تشکیلوي.

دغه رپوټ د جهادیانو د ورځني عادي ژوند د هغو ۱۱۴۶ انځورونو، مذهبي ترانو د سي ډي گانو، ویډیوگانو، او مقالو تر څیړنې وروسته خپور شوې دی چې د دغې ډلې د تبلیغاتي پروگرام په چوکاټ کې په عراق او سوریه کې د دوی له اشغالي سیمو څخه ترلاسه شوې دي.

د دغه رپوټ د چمتو کوونکو چارلي وینتر، په اند ترلاسه شوې پایلې ښیې چې لویدیځې رسنۍ د دغې ډلې د تبلیغاتو یوازې هغه برخه ښکاره کوي چې د دغې ډلې زورزیاتې په کښې نمایش ته وړاندې کیږي او د دوی د تبلیغاتي سیاست نورې برخې په پام کې نه نیسي.

دغه کارپوه زیاتوي چې د زورزیاتي او وحشت خپرول یوازې په هم هغه لومړیو وختونو کې کله چې داعش په عراق او سوریې کې د پرمختگ په حال کې وو د دغې ډلې د تبلیغاتو اصلي موضوع تشکیلوله. خو په اوس وخت کې چې د نورو ښارونو نیول اوس ورځنې کار نه دی، د دغې سني افراطي ډلې د تبلیغاتي سیاست ډیره برخه د دوی تر کنترول لاندې سیمو د حفاظت او ساتنې موضوع ته ځانگړې شوې وي.

وینتر د خپلې نتیجه گیرۍ د اثبات له پاره د « د یو جهادي د رخصتۍ ورځ» تر عنوان لاندی د دغې ډلې د یوه تبلیغاتي ویډیو یادونه کوي. د دغه ویډیو اصلي اتل یو آلماني تبعه دی چې شنې سترگې او سره ویښتان لري.

دغه جهادي د فلم په پيل کې له دوو تنو نورو مجهادینو سره یوځای په یوه لویه دښته کې په سنگر کې پېره کوي او په ډیرې آرامۍ سره د آسمان پر لور گوري. تر لږ ځنډ وروسته دویم جهادي هغه د یخو اوبو بوتل راوړي او دری واړه یې په ډیر خوند سره څښې په همدې منځ کې یو بل جهادي را څرگندیږي او وایې: «اسلام علیکم؛ یوسف آلماني، نن سه شنبه ده او ته رخصت یې.»

Symbolbild Islamischer Staat
انځور: picture-alliance/AP Photo

یوسف آلماني پر خپل آس سپریږي او د کور پر لور حرکت کوي. دویمه صحنه کې د یوسف کور فلم بردارې شوې دی. په دې صحنه کې یو سپین گیرې شخص خپل زوې(یوسف) په غیږ کې نیسي او بیا دواړ د ورځني ژوند د اړتیاو (خوراکي توکو او نورو) پوره کولو له پاره بازار ته مخه کوي. یوسف په یو سوپر مارکیټ کې شکلات او خوراکي توکي رانیسي او د لوبو سازمان له یوه دوکان څخه خپل زوی ته سور رنگه کلاشینکوف رانیسي او د خپل زوی پر اوږه یې زوړندوي.
دغه جنگیالې د کور د لارې په مسیر کې دغه شکلات او چاکلیټونه پر هغو ماشومانو ویشي کوم چې په کوڅه کې لوبې کوي. وروسته هغه جومات ته د عبادت له پاره زي، بیا روغتون ته زي او هلته د یو جهادي ټپي پوښتنه کوي او له هغه سره ویني.

د دغه ویډیو په وروستیو کې ورځ په خلاصیدو وي او یوسف له خپل زوی سره یو لوې پارک ته ننوزي. د دغه پارک رانگه رنگه څراغونو پارک ته ډیره ښکلاء وربخښلې وي. مخکې تر دې چې هغه خپل زوی په یو لوې څرخه یا باړینچوک کې کښينوي هغه د هوا پر لور پورته غورځوې او رانیسې یې. کله چې د دغه هلک سور رنگه کلاشینکف په هوا کې تاویږي ویډیو په همدې ځای کې خلاصیږي.


د ویډیو پيغام
د وینتر، په اند «اسلامي دولت» له دې ویډیو سره غواړي اسلامپالو ته وښایې چې د «اسلامي دولت» او القاعدې شبکې هغه فکر او دریځ اوس بدل شوې دی چې غوښتل یې په ټوله نړۍ کې یو اسلامي خلافت رامنځته کړي، اوس دوی کولې شي چې د دغې ترهگرې ډلې تر کنترول لاندی سیمو کې ژوند وکړي.

نوموړی کارپوه وایې چې د دغه ویډیو پيغام نه یوازې د هغو خلکو له پاره چې د کلونو کلونو راهیسې یې په جگړې او بحران کې ژوند تیر کړی دی، بلکې د هغو اسلامپالو له پاره هم چې مسیحیت او کاپيټلیستي ټولنې ردوي هم یو زیرې بخښونکې پيغام دی.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب