1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په روسيه کي د تروريستي گواښونو په اړه د پوتين خبرداری

۱۳۹۴ مهر ۲۹, چهارشنبه

پوتين ويلي دي چي په سوريه کي د «تروريزم پرضد مبارزې» په برخه کي د روسيې تر پوځي مداخلې درې اوونۍ وروسته د روسيې په خاوره کي ۲۰ تروريستي طرحي شنډي سوي دي.

https://p.dw.com/p/1GrKM
Ukraine - Offensive in Slowjansk, prorussische Aktivisten 2. Mai 2014
انځور: Reuters

د روسيې جمهور رئيس ولاديمير پوتين د سه شنبې په ورځ اعلان وکړ چي په سوريه کي د روسيې پوځي مداخله د دې سبب سوې ده چي ترهگر په دغه هيواد کي غچ اخيستونکي بريدونه پلان کړي.

د روسيې د جمهور رئيس په خبره د دغه هيواد امنيتي ځواکونو له درو اونيو راهيسي په روسيه کي تر ۲۰ زياتي تروريستي طرحي شنډي کړي او په تړاو ئې ځيني کسان نيولي دي.

پوتين چي په کرملین کي ئې پوځي افسرانو ته وينا کوله، ادعا وکړه چي د دغه هيواد امنيتي ځواک په روان ميلادي کال کي ۱۱۲ ياغيان وژلي او تر ۵۶۰ زيات ئې نور نيولي دي.

د رويترز خبري آژانس د راپور له مخي د روسيې فدرالي ځواک ويلي دي چي تيره اوونۍ ئې د مسکو پر مترو د چاودېدونکو موادو يو بريد شنډ کړی دئ.

ويل کيږي چي په روسيه کي ځيني نيول سوي کسان د افراطي ډلي «اسلامي دولت» له خوا روزل سوي ول.

پوتين وويل: «په نړۍ کي روان پېچلی حالت د دې سبب کيږي چي موږ په خپلو سرحدونو د ترهگرۍ پرضد اقدامات پياوړي کړو.» هغه زياته کړه: «موږ بايد لکه مخکي د تروريزم پرضد فعاله او غېزمنه مبارزه وکړو او اړينه ده چي د روسي له ياغيانو او نړيوالو ترهگرو او د هغوی د مالي ملاتړ کوونکو ترمنځ اړيکي روښانه کړو.»

د پوتين تر وينا دمخه د روسيې پوليسو اعلان کړی وو چي په دغه هيواد کي ئې ۲۰ داسي کسان نيولي دي چي د «اسلامي دولت» په مالي ملاتړ ئې په دغه هيواد کي فعاليت کاوه.

ولاديمير پوتين ويلي دي چي «په سوريه کي د اسلامي دولت ډلي جنگيالي د نورو سيمو د بې ثباته کولو تلاښ کوي» او کوشش کوي چي په خپلو ليکو کي د روسانو په گومارلو سره د خپلو بريدونو لمن پراخه کړي.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب