1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

آلمان ـ پولیسو یو مسجد او ۸ کورونه تالاشي کړل

آژانسونه/ شمس الرحمن ناصر۱۳۹۵ مرداد ۷, پنجشنبه

د آلمان د نیدرزاکسن ایالت د کورنیو چارو وزیر د دغه ایالت په یوه ښار کې د یو جومات په گډون د اتو کورونو د پلټنې خبر ورکړی دی. د دغه چارواکي په حواله د دې کار هدف د سلفي افراطي ډلو د یوځای کیدو د ځای پلټل وو.

https://p.dw.com/p/1JWy2
انځور: picture alliance/dpa/D. Karmann

د نیدرزاکسن ایالت پولیسو د چهارشنبې په ماښام (د جولای میاشتې۲۷) د «هیلدس هایم آلماني ژبو څانگي» پورې اړوند یو مسجد او د دغې ډلې د مشرتابه هیئت د ۸ غړو کورونه پلټلي دي.

د نیدر زاکسن ایالت د کورنیو چارو وزیر بورس پیستوریوس، په خبره د پولیسو د دغو عملیاتو هدف د سلفي اسلامي ډلې د تجمع مرکز بررسي او پلټل وو.

نوموړي زیاته کړه: «د پلټنې د عملیاتو له پاره وروسته د میاشتو میاشتو امادگۍ څخه اوس د دغې ډلې د منع کیدو له پاره مهم گام واخیستل شو. »

جهاد ته د مسلمانانو هڅونه

آلماني رسنیو رپوټ ورکړی دی چې د آلمان امنیتي ادارې او سازمانونه داسې اطلاعات په اختیار کې لري چې ښایې د «هیلدس هایم د آلماني ژبې څانگي» ډلې غړي په خپلو سیمینارونو او غونډو کې مسلمانان د افراطي فعالیتونو ترسره کولو ته هڅول.

پیستوریوس، ټینگار وکړ چې د دغې ډلې غړو په خپلو ویناو کې گډون کونکي مسلمانان له «کفارو سره کرکې» کرکې او نفرت ته رابلل او دوی به یې په هغو سیمو کې چې جگړه روانه ده جهاد کولو ته هڅول.

تیره اونۍ آلمان د څو خونړیو بریدونو شاهده وه. آلماني چارواکي په دغه هیواد کې د اسلامي افراطیت انگیزه لرونکي تاوریخوالي د زیاتیدو ویره لري.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب