1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د امریکا مجلس د «مهسا قانون» د رايو په اکثريت سره تصویب کړ

۱۴۰۲ شهریور ۲۲, چهارشنبه

د امريکا د استازو مجلس د رایو په اکثريت سره د «مهسا قانون» تصويب کړ. دا قانون د امريکا حکومت موظف کوي چې د ايران د روحاني مشر علي خامنه اي په ګډون د ایران د اسلامي جمهوريت پر لوړپوړو چارواکو بندیزونه وضع کړي.

https://p.dw.com/p/4WGoJ
امریکا | په واشنګټن کې پلازمینه
امریکا | په واشنګټن کې پلازمینهانځور: Mandel Ngan/AFP/Getty Images

د امریکا د متحده ایالاتو د استازو مجلس د سې شنبې په ورځ د «مهسا قانون» په ۴۱۰ مثبتو او یوازې دریو منفي رایو سره تصویب کړ.
د «مهسا قانون» له مخې به، د ایران اسلامي جمهوریت لوړ پوړي چارواکي چې د مشرتابه بنسټ،  ولسمشر، د اسلامي جمهوریت د مشر لخوا ټاکل سوي چارواکي او د دوی تر څارنې لاندې د بنسټونو او شرکتونو شبکي پکې شاملې دي، باندي به «د بشري حقونو د پراخو سرغړونو» او پر«لاریون کوونکو باندي د  فشار» اچولو له پاره بندیزونه وضع شي. 
د دې له پاره چې پر د استازو مجلس دا پريکړه لیک د اجرا کيدو وړ قانون باندې بدل شي،  باید د سنا مجلس لخوا هم  تصویب سي او بیا د متحده ایالاتو د ولسمشرجو بایډن لخوا لاسلیک سي.
د «مهسا امینې قانون»  اهمیت دا دی چې که چیري دا قانون سي، نو د امریکا ولسمشر نسي کولای په اسانۍ سره د ایران د حکومت په وړاندې د بشري حقونو بندیزونه لغوه کړي، حتی د ایران اسلامي جمهوریت سره د احتمالي موافقې په صورت کې هم او هر کال د دې تحريمونو د تمدید او يا نه عځولو په اړه د استازو کنګرې ته توضيحات هم ورکړی.  
باید یادونه وسي چې د تیر اګست په پیل کې جمهوري غوښتونکي سناتور مارکو روبیو، او دیموکرات سناتور الیکس پاډیلا، د متحده ایالاتو مشرانو جرګې ته د «مهسا قانون» وړاندې کړ.
همدارنګه د «مهسا قانون» د اپریل په ۲۶مه  د متحده ایالاتو د استازو جرګې د بهرنیو اړیکو په کمیټه کې رای ورکولو ته وړاندې سو او د « رایو په اکثریت» سره  تصویب سو.
د «مهسا قانون» د متحده ایالاتو د استازو جرګې د جمهوري غوښتونکي غړي جیم بانکس لخوا وړاندې سو؛ هغه د بهرنیو اړیکو په کمیټه کې د دغه پلان له تصویب وروسته ټینګار وکړ چې «کانګرس به د ایران د رژیم له خوا د بشري حقونو سرغړونه ونه زغمي».

په برلین کې د برانډنبرګ دروازې مخې ته د مهسا امیني د مړینې پر ضد د مظاهره چیانو ملاتړي لاریون
په برلین کې د برانډنبرګ دروازې مخې ته د مهسا امیني د مړینې پر ضد د مظاهره چیانو ملاتړي لاریونانځور: Ali Eshtyagh/DW

همداشان د امریکا د استازو د مجلس د بهرنیو اړیکو د کمیټې مشر هم یوه بیانیه خپره کړه او اعلان یې وکړ چې « د ایران حکومت د ایران د خلکو په خلاف د بشری حقوقو په وحشیانه سرغړونو لاس پورې کړی دی او کانګرس ژمن دی چې دغه حکومت او لوړ پوړی چارواکی به د دي جرمونو په هکله  حساب ورکوی.» 
د مهسا امینی د مړینې د لومړۍ کلیزې په مناسبت په ایران کښې د وژل سویو کسانو د کورنیو، سیاسی بندیانو او سیاسی او مدنی فعالانو په وړاندې د اسلامی جمهوریت له خوا امنیتی ګواښونه او فشارونه خورا ډیر سوي دي او همدا څه لامل سوی چې په ایران کې له بشري حقونو څخه سرغړونو او د مظاهرو سرکوبه کولوته د نړيوالې ټولنې زیاته پاملرنه راجلبه کړي. 

ص.ذ/ب.ص

زموږ له آرشيف څخه: