1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
جرمونهایران

ایران دوه نور کسان د اعتراضونو سره په تړاو اعدام کړي

۱۴۰۱ دی ۱۷, شنبه

ایران د شنبې په ورځ (د ۲۰۲۳م کال د جنوري ۷) دوه نارینه د مهسا اميني د مړينې وروسته د راولاړو شوو اعتراضونو په جریان کې د ملیشه ځواکونو د یو غړي د وژلو په جرم اعدام کړل.

https://p.dw.com/p/4Lqdk
د آرشیف انځور - د آلمان په کولن ښار کې د ایران له مظاهرو څخه ملاتړ د نومبر لومړۍ ۲۰۲۲
د آرشیف انځور - د آلمان په کولن ښار کې د ایران له مظاهرو څخه ملاتړ د نومبر لومړۍ ۲۰۲۲انځور: Uwe Geisler/Geisler-Fotopress/picture alliance

د فرانسې خبري آژانس، د ایران د قضايي خبري آژانس، میزان آنلاین په حواله رپوټ ورکړی چې «محمد مهدي کرمي او سعید محمد حسيني، مهم جرمي اعتراض کونکي چې د روح الله عجمیان د شهادت سبب شول، نن سهار په دار وځړول شول.»

دې سره په ایران کې د مهسا اميني د مړېنې وروسته پيل شوو اعتراضونو سره په تړاو، د اعدامونو شمیر ۴ ته ورسيد، دوه نارینه په دسمبر کې اعدام شوي ول چې نړیوال غبرګونونه ېې له ځانه سره درلودل.

په ايران کې ۱۶ اعتراض کوونکي د شکنجو له کبله مړه شوي

د میزان آنلاین زیاتوي چې دغه دوه تنه د دسمبر په اوایلو کې په لومړنۍ محکمه کې پر اعدام محکوم شول او سوپریم کورټ د سه شنبې په ورځ د هغوی د اعدام حکم، د نوامبر په ۳مه د عجمیان د وژنې په تور، اجرا کړ.

د میزان خبري آژانس هم نن شنبه پر خپله ويب پاڼه لیکلي دي: «د شهید عجمیان د مظلومانه شهادت د دوو تنو عاملانو د اعدام حکم اجرا شو.» سرچينې ادعا کړې چې تورنو هر یو محمد مهدی کرمی او محمد حسین په محکمه کې د سید روح الله عجمیان د وژنې طرز په صراحت سره تشريح او په «دغه جنایت کې ېې پر خپل رول اعتراف وکړ.»

په ایران کې د نیونو په هکله د امریکا او بریتانيا اندېښنه

قرباني د بسيج په نوم ځواکونو غړی وو. څارنوالانو وړاندې ويلي وو چې دغه ۲۷ کلن ځوان د يو لوی شمیر کسانو له خوا چې د حدیث نجفي په نوم د یو وژل شوي اعتراض کونکي د ماتم مراسمو ته راټول شوي ول، بربنډ کړی او بیا ېې وژلی دی.

ایران کې اعتراضونه د پولیسو په توقیف کې د مهسا اميني په نوم د ېوې ځوانې ښځې د مړېنې په غبرګون کې پيل شول.

۲۲ کلنه اميني یوه کرده ایرانۍ وه چې د ایران اخلاقي يا ګشت ارشاد په نوم پولیسو په سپتمبر مياشت کې د حجاب د نه مراعاتولو په تور ونېوله چې بیا په توقیف کې مړه شوه.

د ایران د بشري حقونو سازمان: نږدې وخت کې به شپږ تنه اعدام شي

د فرانسې خبري آژانس د ایراني چارواکو له قوله ليکي چې د دغو اعتراضونو له پیل راهیسې ۱۴ کسان پر اعدام محکوم شوي چې ۴ تنه ېې اعدام شوي، د دوو د اعدام حکم د سوپریم کورت له خوا تصدیق شوی، شپږ ېې خپلو راتلونکو محکمو ته منتظر دي او دوه ېې کولی شي اپيل وکړي.

اې اېف پي/م.ک.ص./ا.ا.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب