1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

G20 هیوادونه د مهاجرو د کړکیچ په هکله موافقې ته ونه رسیدل

آژانسونه/ش.ن۱۳۹۵ شهریور ۱۵, دوشنبه

د «G20» په سرمشریزه کې ګډون کونکو هیوادونو یو ځل بیا د مهاجرو کړکیچ یوه ګډه ننګونه وبلله. خو دوی نه شي کولی د دغه کړکیچ د حل له پاره د الزامي اقداماتو پر سر موافقې ته ورسیږي.

https://p.dw.com/p/1Jw36
انځور: Reuters/J. Denzel

د چین په هانګژو ښار کې د «G20» یا صنعتي او نوو صنعتي شوو هیوادونو د غونډې د وروستۍ بیانیې په مسوده کې راغلي دي چې د مهاجرو د محافظت پر ننګونې باید لاس برۍ ترلاسه شي او د ګډوالۍ ریښې باید وچې شي.

البته دغه بیانیه د ترکیې په انتالیا ښار کې د «G20» د تیر کال د غونډې په څیر یوازې یوه غوښتنه ده. د «G20» د غړو هیوادونو څخه په دې ترڅ کې غوښتل شوي دي د هغو امکاناتو په چوکاټ کې چې لري یې پر دغو ستونزو د لاس بري په برخه کې مرسته وکړي.

له دغه غیرالزامي بیانیې سره د کډوالۍ د سیاست په برخه کې تغییرات او پر مختلفو هیوادونو د هغوي د ویشلو لړۍ نه پيلیږي. آلمان په ۲۰۱۵ کال کې یو میلیون مهاجر ومنل. د دغو مهاجرو لویه برخه سوریایې مهاجر ول.

دا په داسې حال کې ده چې د «G20» دری لویو غړو هیوادونو، امریکا متحده ایالات، چین او روسیې یوازې ډیر لږ شمیر مهاجر منلي دي او یا یې هم خپلو هیوادونو ته د ورتګ زمینه ورته مساعده کړی.

ټاکل شوی ده چې د دسمبر په میاشت کې به آلمان د «G20» د سرمشریزې رهبري په غاړه واخلي. تر هغه وروسته به آلمان د مهاجرو له پاره یو دقیق پلان جوړ شي.

هغه مهاجر چې د مدیترانۍ له سمندر څخه ژغورل شوي
هغه مهاجر چې د مدیترانۍ له سمندر څخه ژغورل شويانځور: picture alliance/AP Photo/E. Morenatti

د رپوټونو په حواله په دې پلان کې به د مهاجرو پر مسائلو سربیره، د قانوني مهاجرت پر امکاناتو او د قاچاقبرانو د نیول کیدو پر لارو چارو هم بحث وشي.

د آلمان صداعظمې انګلا میرکل د دوشنبې په ورځ په هانګژو کې د مصر له ولسمشر عبدالفتاح السیسي سره د مدیترانې له لارې د غیرقانوني مهاجرت پر وړاندې د مبارزې په برخه کې خبرې اترې وکړې.

میرکل په نړیواله کچه د هغو هیوادونو د ملاتړ او همکارۍ ترلاسه کولو په هڅه کې ده چې مهاجر له هغه ځای څخه او یا هم د دغو هیوادونو له طریقه اروپا ته رازي.

په هغه صورت کې چې دغه هیوادونه د خپلو اتباعو د مهاجرت مخه ونیسي او یا هم هغوي ته کاري زمینه مساعده کړي، د مرستو ژمنه ورته ورکول کیږي.

میرکل په هانګژو کې د سعودي عربستان د دفاع وزیر او ولیعد محمد بن سلمان آل سعود سره هم خبرې اترې وکړې.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب