1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

هم ورزش او ملګرتیا او هم د ژبې زده کړه

عاطف بلوچ / م.ک.ص.۱۳۹۵ شهریور ۱۴, یکشنبه

آلمان کې د مهاجرو لپاره د ژبې زده کړه دیره مهمه ده، په دې برخه کې د حکومت تر څنګ خلک هم مرستندوي دي. ورزشي کلبونه او ځینې لوبډلې په دې برخه کې په وړیا توګه کار کوي.

https://p.dw.com/p/1JvZi
Deutschland Flüchtlinge trainieren beim Boxclub Hanseaten in Hamburg
انځور: DW/J. Witt

عراقي الاصله آلمانی حسین اسماعیل، د آلمان په هامبورګ ښار کې د سوکوهنۍ یو کلب لري. هغه، مهاجر سوکوهنۍ ته یوازې په دې مقصد نه هڅوي چې د کلب د غړو شمیر یې زیات شي، بلکه غواړي په ټولنه کې د مهاجرو د ادغام په موخه یې له مهاجرو سره موثرې مرستې کړې وي.

په آلمان کې د مهاجرو لپاره یو تر ټولو مهم کار د آلماني ژبې زده کړه ده. حسین اسماعیل وايي چې په کلب کې د مختلفو هیوادنو مهاجرو تر څنګ په خپله آلمانیان هم ورزش کوي او دی خپله هم کولای شي د آلمانۍ تر څنګ په فارسي، کوردي او عربي ژبو خبرې وکړي. د هغه په وینا دغه ماحول مهاجرو ته د ژبې د ژر زده کړې په برخه کې ښه مرسته کولای شي.

د اسماعیل د کلب له غړیو څخه یوه هم پنځلس کلنه دالیا ده. دالیا چې شپږ کاله مخې له فلسطین څخه آلمان ته مهاجره شوې دویچه ویله ته یې وویل:« که ما د دغه کلب غړیتوب نه وی ترلاسه کړی نو نه پوهیږم چې اوس به مې څه کول» دالیا چې د سوکوهنې سره ډیره علاقه لري وايي:« زه تیر کال هامبورک ته راغلم. زه هیله منده یم چې همدلته راته د اوسیدو امکانات برابر شي. زه غواړم چې د فایټینګ د کلب دایمي غړې واوسم.»

دالیا په داسې حال کې چې سور رنګ ورزشي جامې یې پر تن او د سوکوهنې دستکشې یې پر لاس وې زیاته کړه:« د دغه کلب په اړه راته د ښوونځي یو ټولنیز کارکونکي خبر راکړ. په سر کې مې تمریناتو کې یو څه ستونزې لرلې، خو اوس ستونزې حل شوي دي».

دغه کلب د دالیا لپاره نه یوازې له ورزشي اړخه مهم دی، بلکې هغې ته یې دا فرصت په لاس ورکړی چې ډیرو خلکو سره اشنا او نوي دوستان پیدا کړي. هغه وايي چې په دغه کلب کې یې له ډیرو مهاجرو سره پيژندګلوي حاصل کړې ده.

خو د دالیا کورنۍ لا تر اوسه هم دا مالومات نلري، چې آیا لور به یې په آلمان کې پاتې کیږي او که بیرته به فلسطین ته ورځي.

د بوکس ښوونکی وايي چي مهاجر د سپورټ له لاري ژر مدغم کېدای سي
د بوکس ښوونکی وايي چي مهاجر د سپورټ له لاري ژر مدغم کېدای سيانځور: DW/J. Witt

د حسین اسماعیل د سوکوهنې کلب، اوس په ټولنه کې د مهاجرو د ادغام د یو مرکز په توګه بدل شوی دی. مهاجر تر څنګ د دې چې له اسماعیل څخه د سوکوهنې مهارتونه زده کوي، د خبرو له لارې ورڅخه آلمانۍ ژبه هم زده کوي.

حسین اسماعیل په اصل کې د عراق له کُردانو څخه دي. هغه په ۱۹۷۹ میلادي کال کې آلمان ته مهاجر شوی وو.

اسماعیل دویچه ویله ته وویل: « زه چې هلته هم وم، د سوکوهنې تمرینات به مې کول». که څه هم هغه د مخانیک په برخه کې زده کړې وکړې، خو د سوکوهنې سره یې پخوانۍ علاقه د دې سبب شوه چې په کال ۱۹۹۳ کې کلب جوړ کړي.

اسماعیل او ملګرو یې تیر کال هم مهاجرو سره مرستې کړي دي. دا چې هغه یو عراقي کُرد دی، کولای شي چې په کُردي، فارسي او عربي ژبو خبرې وکړای او دې کار مرسته کړې چې د مختلفو هیوادونو مهاج سره په اسانۍ افهام او تفهیم وکړي.

په آلمان کې د حسین اسماعیل په شان نور کسان هم شته چې د لږ یا ډیرو شته و امکاناتو له طریقه د مهاجرو د ادغام په برخه کې یو لړ دواطلبانه فعالیتونه ترسره کوي لکه په بن او کلن ښارونو کې د افغانانو د فوټبال لوبډلې.

ساناز کمالي یوه ایرانۍ الاصله نجلۍ ده چې د آلمان په بن ښار کې ېې د مهاجرو لپاره د«رقصا» په نوم یو پروګرام جوړ کړی دی. کمالي وايي چې په دغه پروګرام کې د آلمانیانو سربیره، د مختلفو هیوادونو مهاجرو ته په وړیا توګه د ګډا تمرینات ورښول کیږي.

هغې دویچه ویله ته وویل چې غواړي د رقصا پروګرام له لارې مهاجرو ته روحي آرامتیا وروبښي او ترڅنګ مهاجر وشي کړای له شته و ارتباطاتو له لارې د آلمانۍ ژبه ژر زده او د دغه هیواد له دودونو سره اشنايي پیدا کړي.

حسین اسماعیل هم وايي چې کلب کې یې یوازې مهاجر نه بلکه آلماني ځوانان هم راځي. د هغه په وینا مهاجر له آلماني ځوانانو سره هم ښې اړیکې لري، چې دا د ژبې د زدکړې په برخه کې ډیره مرسته کولای شي.

پر ورته موضوع یو انځوريز البوم زموږ له آرشيف څخه (20.11.2015):