1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

"سرحد ته څېرمه د پاکستان په خاوره کي د ترهگرو خيمې ولاړي دي"

۱۳۹۰ آبان ۳۰, دوشنبه

د کندهار امنيتي چارواکي وايي، د افغان دولت يو شمېرمخالفين د پاکستان په خاوره کي د افغانستان پولي ته څېرمه فعال روزنيز مرکزونه لري او هلته روزل کيږي.

https://p.dw.com/p/13E7B
د کندهار امنيه قومان جنرال عبدالرازق خان
د کندهار امنيه قومان جنرال عبدالرازق خانانځور: DW

ددوى په خبره د زابل او کندهار ځيني ليري پرتو ولسواليو ته نږدې د وسله والو د روزني پراخم رکزونه موجود دي.

د کندهار امنيه قومندان مل پاسوال عبدالرازق خان وايي، د وسله والو روزنيز پنډغالي د زابل د باديني او قمرالدين کاريز په سيمه کي او د کندهار د معروف او ښوراوک ولسواليو د پنجپاى او توبې سيمي ته څېرمه پراته دي او هلته تر روزني ورو سته افغانستان ته را ليږل کيږي.

« په دغو سيمو کي ددښمن ځيني تروريستي ګروپونه موجود دي خېمې يې درولي دي او ټريننګ کوي.»

د نوموړي په خبره پاکستاني سرحدي پوليس يې ويني لاکن څه نه ورته وايي. قومندان زيات وي له پاکستان سره د کندهار سرحدې پوله له يوې خوا زياته او له بلي خوا ټول سرحد په غرو کي موقيعت لري او له همدېپ ېچومو څخه په ګټي اخيستني سره وسله وال ګټه اخلي او افغانستان ته را ننوزي.

دىوايي يو شمير څارونکي ماشينالات يې نصب کړي دي او کيداىسي ښه پايلې ولري. خو په خبره يې چي وسله وال له بېلابېلو لارو خپل مخالفت ښکاره کوي او کرار ناست نه دي.

« د ريګستان ولسوالۍ څخه غردى بيا د زابل تر شملزو پوري دا ټول سرحد د غره پر سر دئ. ځيني د څار ماشينان موږ نصب کړي دي، خو دښمن د خلګو له تجارتي مالونو څخه لاهم استفاده کوي، دوی چاوديدونکي مواد د اوړو په شکل جوړوي، د مالګي په شکل يې جوړوي او د صابن په شکل يې جوړوي.»

د کندهار امنيه قومندان دا خبري په داسي حال کي کوي،چي په دې وروستيوکي يو شمېر ځانمرګي بريد کوونکي، د دوى لارښوونکي او طراحان د يوې اندازې چاودېدونکو موادو سره نيول سوي او هر يوه پر خپلو جرمونو هم اعتراف کړى.

دوی دا هم منلې ده، چي په ګاونډي هيواد پاکستان کي تر روزني وروسته افغانستان ته پر کورنيو او باندنيو ځواکونو باندي د بريدونو له پاره راغلي دي.

لاکن د پاکستان دولت تل د وسله والوسره د هر ډول همکارۍ خبره رد کړې او ادعاکوي چي دوى په کابل کي د افغانانو د خوښي حکومت پلوي او ملاتړکوي.

محمد ابراهيم سپېڅلی/ کندهار

کتونکی: نجيب الله زيارمل