1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

چارواکي: پاکستان د افغانستان د ناامنۍ لامل دی

۱۳۹۰ تیر ۱۰, جمعه

د خوست چارواکي وایي چي پاکستان د طالبانو څخه په مستقیه توګه ملاتړ کوي. هغوي زیاتوي دا چي په خوست او د افغانستان په نورو ولایتونو کي امنیت تینګ نه دی، د دي لامل د پاکستان څخه پر افغانستان د طالب جنګیالیو بریدونه دي

https://p.dw.com/p/11n9b
آرشیف انځور
آرشيف انځورانځور: AP

ولي شاه، چي په خوست ولایت کي د پاکستان سره د یوي سرحدی ولسوالۍ ولسوال دي وایي چي طالبان، د ISI «د پاکستان د استخباراتی شبکی» مستقیم ملاتړ لري.

ولی شاه زیاتوي کله چي د پاکستان حکومت وایي دوي د طالبانو پر ضد عملیات په لاره اچوي نو دوي دغه کار یوازي په نمایشي توګه تر سره کوي.

هغه وایي چي پاکستان نه غواړي چي په افغانستان کي سوله راشي او دغه هیواد پرمختګ وکړي.

د پاکستان او افغانستان هیوادونو پر یو بل د تورونو د لګولو لړي له ډیري اوږدي مودي څخه جاري ساتلي.

د پاکستان او افغانستان ترمنځ پوله
د پاکستان او افغانستان ترمنځ پولهانځور: AP

افغانستان پر پاکستان تور لګوي چي په دغه هیواد کي ترهګر روزل کیږي او بیا افغانستان ته د بریدونو د ترسره کولو لپاره استول کیږي.

افغان چارواکی همدا راز پر پاکستان دا تور لګوي چي له طالبانو څخه ملاتړ کوي او پر افغانستان ډیري د طالبانو بریدونه له همدغه هیواد څخه پلانیږي.

پاکستان بیا دغه ټول تورونه ردوي او افغانستان د دغه هیواد په نا آرامه کولو تورنوي.

د طالبانو د حکومت په پر مهال، پاکستان لومړی هیواد وه چي دغه رژیم یي په رسمیت وپیژند. خو وروسته له دي چي امریکايي پوځیان افغانستان ته راغلل پاکستان د امریکا په جګړي کي د دغه هیواد تر ټولو نږدي ملګري پاتي شو.

خو کله چي امریکایي سرتیرو په پاکستان کي د القاعدي مشر، اسامه بن لادن، ووژه، نو اوس ډیر شمیر امریکایي سیاستوال په دي اند شوي چي پاکستان آن د دوي سره دوه مخی سیاست پر مخ بیایي.

خو د طالبانو څخه ملاتړ ښایي د افغانستان او پاکستان یوازینۍ ستونزه نه وي. په وروستیو کي د پاکستان د پوځیانو لخوا پر افغانستان د راکتونو ډزي وشوي چي په کي ډیر شمیر افغان وګړي ووژل شول.

افغان چارواکي وایي چي دغه شان بریدونه کیدای شي د دواړو هیوادونو دیپلوماتیکو اړیکو ته زیان ورسوي. پاکستان بیا ویلي چي دوي هیڅ کله هم په قصدي ډول د افغانستان په خاوري راکتونه نه دي توغولي.

د خوست په ولایت کی د امریکایی سرتیرو قوماندان، جیسي پرسن، هم د دي خبری پخلی کوي چي طالبان د پاکستان څخه پر افغانستان بریدونه کوي.

«دا ډیر د خواښیني ځای دی چي مونږ نه شو کولای چی دښمن د سرحد بلي خوا ته هم تعقیب کړو. مونږ پر دي خبري پوهیږو چي بر افغانستان بریدونه د میرانشا څخه تنظیمیږي.»

هغه وایي دا چی طالبان د پاکستان څخه عملیات کوي دا په دی معنی نه ده چي افغان او بهرني ځواکونه به په دغي جګړي کی بريالي شی. هغه زیاتوي چی افغان او بهرني ځواکونه به هرو مرو په دغي جګړي کي بریالي کیږي.

د افغانستان او پاکستان تر منځ اړیکي په داسي وخت کي تر بل هر وخت ډیري ترینګلي شوي چي په روانی میاشتي کي به بهرنی ځواکونه د افغانستان څخه په وتلو پیل وکړي او د پلان له مخي به تر 2014 کال پوري ټول بهرنی ځواکونه د افغانستان څخه ووزي.

په همدي حال کی ډیر شمیر افغانان په دي اند دي چي وروسته له هغی چي امریکایي او نور بهرنی پوځیان له افغانستان څخه ووزي، افغان امنیتي ځواکونه به و نه توانیږي چي د خپل هیواد امنیت تینګ کړي.

اژانسونه/ مسعود جهش
کتونکی: عبدالباري حکیم