1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
جرمونه

د مشال خان د وژلو قضیې پریکړه واورل شوه

۱۳۹۶ بهمن ۱۸, چهارشنبه

د خیبر پښتونخوا ایالت په هري پور سیمه کې د ترهګرۍ ضد یوې ځانګړې محکمې د مشال خان، د وژلو قضیه کې یو تن د اعدام په حکم، پنځه تنه یې د ۲۵ کلونو په بند او نغدي جریمي او نور ۲۵ تنه د څلورو، څلورو کلنو په بند محکوم کړل.

https://p.dw.com/p/2sHOP
Pakistan Proteste nach Lynchmord Student Mashal Khan
انځور: picture-alliance/AP/F. Khan

محکمې نورو ۲۶ تورنو کسانو ته د شواهدو د نه شتون له کبله برائت ورکړ. دا په داسې حال کې ده چې د مشال خان په قتل کې د اصلي تورن کس په شمول درې تنه لا تر اوسه نه دي نیول شوي. مشال خان په مردان سیمه کې د عبدالولي خان په پوهنتون کې د ژورنالیزم د څانګې زده کوونکی وو چې د تیر کال په اپریل میاشت کې د پوهنتون په انګړ کې مذهب ته د سپکاوي په تور ووژل شوی وو.

د هغه د وژلو په قضیه کې ۶۱ کسان تورن شوي وو. پولیسو د موجودو شواهدو په رڼا کې خپلې څیړنې کړې وې او ۵۷ تنه یې نیولي وو. خو د قتل د اصلي تورن کس په شمول درې تنه لا تر اوسه پټ دي. د جنورۍ تر ۳۰مې نیټې پورې محکمې ادامه درلوده خو لا پریکړه نه وه اورل شوې. د مشال د پلار محمد اقبال په غوښتنه دغه قضیه د پيښور له لوړې محکمې څخه د ایبټ آباد سیمې ځانګړې محکمې ته لیږدول شوې وه.

نیول شوي کسان د چهارشنبې په سهار د هري پور مرکزي زندان په انګړ کې د ترهګرۍ ضد د ځانګړې محکمې د قاضي فضل سبحان پر وړاندې حاضر کړی شول.

د محاکمې په ترڅ کې ۶۸ شاهدان پوښتل شوي وو او د چهارشنبې په ورځ محکمې خپله پریکړه اعلان کړه. د مشال خان د وژلو په قضیه کې تورن عمران علي د مرګ په سزا محکوم شو. اشفاق خان، مدثر بشیر، بلال بخش، فضل رازق او مجیب الله هر یو د ۲۵ کلونو او سل زره کلدارو په نغدي جریمه محکوم شول.

پر دې سربیره محکمې نور ۲۵ کسان هر یو د څلورو کلونو او ۵۰ زره کلدارو په نغدي جریمه محکوم کړ.محکمې همداشان ۲۶ تنه د شواهدو د نه موجودیت له کبله دغه کسانو ته برائت ورکړ.

د مشال خان تر وژلو څلویښت ورځي وروسته پوهنتون پرانیستل شو

د محکمې د پریکړې وروسته د مشال خان ورور ایمل خان، له رسنیو سره په خبرو کې وویل چې د دوی غوښتنه دا ده چې هغه کسان چې تر اوسه لا نیول شوي نه دي، هغوی دې هم ونیول شي. د هغه په خبره دوی به له خپلو مدافع وکیلانو سره تر خبرو وروسته د راتلونکي اقدام په هکله خپل غبرګون وښيي.

هغه په خپلو خبرو کې وړاندې ویلي دي چې ایالتي حکومت د دوی امنیت نیولی او کوم ګواښ ورته نه شته، خو په خبره یې د خطر له کبله یې د خویندو تعلیم نیمګړی پاتې شوی. د ایمل په خبره «څیړنو وښوده چې ورور یې بې ګناه وو.»

له بل اړخه د خیبر پښتونخوا ایالتی حکومت د آزاد کړی شوو ۲۶ کسانو پر ضد په لوړه محکمه کې د دعوا کولو له پاره څارنوالانو ته سپارښتنه کړې ده.

د مشال خان، مور د دغې پریکړې په هکله له رسنیو سره په خبرو کې ویلي دي: «د څلورو کلونو سزا او نغدي جریمه کافي نه ده، کومو کسانو چې جرم کړی دی، د هغې مطابق دې سزا ورکړل شي.»

فرید الله خان، پیښور

زموږ له آرشیف څخه یو انځوریز البوم: