1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د مشال خان تر وژلو څلویښت ورځي وروسته پوهنتون پرانیستل شو

۱۳۹۶ خرداد ۱, دوشنبه

د خیبر پښتونخوا په مردان سیمه کې په عبدالولي خان پوهنتون کې د مشال خان تر وژل کیدو څلویښت ورځي وروسته بیرته تعلیمي فعالیتونه پېل شول. تر دې دمخه پولیسو په لېلیو کې د تالاشیو په ترڅ کې وسلې هم موندلې وې.

https://p.dw.com/p/2dOIL
Pakistan Proteste nach Mord an Mashal Khan
انځور: Getty Images/AFP/B. Khan

د مشال خان تر وژل کیدو څه باندې یوه نیمه میاشت وروسته د پوهنتون د لېلیې تر پرانیستل کیدو دمخه پولیسو بېلا بېلې خونې هم تالاشي کړي دي. ویل شوي دي چې په ځینو خونو کې وسلې هم موندل شوي دي.

د مردان پولیسو مشر میا سعید احمد ویلي دي: «د لېلیې په مختلفو خونو کې وسلې موندل شوي دي، چې د بشپړ تصفیې وروسته لېلیه د پوهنتون چارواکو ته سپارل شوې ده.» د عبدالولي خان پوهنتون د بیرته پرانیستل کیدو پریکړه په یوه غونډه کې وشوه. خو د دغه پوهنتون ځینې څانگې درې ورځې وروسته پرانیستل کیږي.

د دوشنبې په ورځ ډیر محصلین بیرته پوهنتون ته ورغلي وو، خو زیاتره محصلینې ویریدلې. د هغوی په خبره تر اوسه هم پولیس د مشال خان د وژل کیدو د ثبت شوې ویډیو پر مټ نیونې کوي چې عام محصلین په ویره کې دي، چې هسې نه دوی هم ونیول شي.

مشال خان، د اپریل په دیارلسمه نېټه د لېلیې په انگړ کې ووژل شو
انځور: Reuters/F. Aziz

د مردان یوه خبریال مسرت عاصي، د دویچه ویله اردو څانگې له خبریال سره په خبرو کې ویلی دي: «پولیسو تر اوسه ۶۰ محصلین نیولي دي او دا لړۍ لا روانه ده، چې له کبله یې محصلین په ویره کې دي. اوس چې کابو د محصلینو یوه نیمه میاشت وخت ضایع شوی دی نو د پوهنتون اداره باید د دوبي رخصتیو قرباني ورکړي او د محصلینو سمستر بشپړ کړي. پر دې سربیره پولیسو ته هم په کار ده چې د څیړنو په برخه کې پرمختگ ولس ته وړاندي کړي، څو د ډار فضا ختمه شي.»

د اپریل پر دریالسمه نېټه د عبدالولي خان پوهنتون، له هغه وروسته وتړل شو چې یوه هجوم د ژورنالیزم څانگې محصل مشال خان مذهب ته د سپکاوي په شک وواژه.

د مشال خان د څلویښتۍ په مناسبت د هغه په پلرني ټاټوبي کې د دعا له پاره ځانگړي مراسم جوړ شوي ول چې پکښې پر ځينو سیاسي او مدني استازو سربیره د افغانستان سفارت یوه دیپلومات هم گډون کړی وو. په دغه مراسمو کې د یوه پریکړه لیک له مخې غوښتنه وشوه چې د مشال خان د قتل قضیه پوځې محکمې ته یوړل شي. د غونډې ویناوالو غوښتنه وکړه چې په دغه جرم کې ښکیل کسانو ته باید ژر تر ژره سزا ورکړه شي څو دغسې پیښې بیا تکرار نه شي.

د مشال خان پلار محمد اقبال په دغو مراسمو کې وویل: «مشال زموږ د کورنۍ شتمني وه. هغه خو بیرته موږ نه شو تر لاسه کولای. خو زه له حکومته غوښتنه کوم چې ماشومانو ته تر تعلیم ورکولو دمخه د هغوی ژوند خوندی کړي.»

د مشال خان د وژل کیدو په قضیه کې تر اوسه ۶۰ کسه نیول شوي او دغه لړۍ لا ختمه شوې نه ده. تر دغه قتل څلویښت ورځې وروسته د لېلیې تالاشۍ او په کوټو د وسلو موندل کیدو دا پوښتنه راولاړه کړې ده چې پولیسو دغه گام تر وژنې سملاسي وروسته ولې پورته نه کړ.

فرید الله خان، پیښور