۴۰ تنه نیپالیان له افغانستان څخه وځي؟
۱۳۹۵ تیر ۶, یکشنبهد کانتيپور انترنټي پاڼې ویلي دي چې اوس مهال له ۳۰۰ څخه ډیر نیپالیان له افغانستان څخه د وتلو له پاره چمتوالی نیسي. دغه اقدام د کابل په یوه برید کې د ۱۳ تنو نیپالي ساتونکو تر وژل کیدو وروسته ترسره کیږي.
دا لا روښانه نه ده چې اوس مهال په افغانستان کې څو تنه نیپالیان په کار بوخت دي، خو د دې هیواد حکومت ویلي دي چې د ساتونکو په توګه په افغانستان کې د ۸۰۰ نیپالیانو له کاره خبر دی.
په کابل کې پر نیپالي ساتونکو تر ځانمرګي برید وروسته، د دې هیواد حکومت خپلو اتباعو ته امر کړی دی چې له افغانستان، عراق، سوریې او لیبیا څخه بیرته خپل هیواد ته ستانه شي.
لږ تر لږه یوې ډلې په کابل کې له دې پریکړې سره مخالفت کړی دی او نه دي یې غوښتې چې د دولت د هدایت له مخې خپل کار پریږدي او خپل هیواد ته ستانه شي.
د نیپال حکومت همداراز ویلي دي چې د کارموندنې د هغو ادارو په اړه به څیړنې وکړي چې نیپالیان په غیر قانوني توګه بهرنیو هیوادونو ته د کار له پاره استوي.
د نیپال د اقتصاد څه نا څه ۳۰ سلنه برخه په بهر کې د دې هیواد د وګړو له خوا د ګټل شویو پیسو له خوا تامینیږي. هره ورځ له دې هیواد څخه له ۱۰۰۰ څخه ډیر وګړي وځي چې په بهرنیو هیوادونو کې کار وکړي. ډیری نیپالیان په خلیج هیوادونو او مالیزیا کې په کار بوخت دي.