په کابل کي ځانمرگي بريد ۱۴ کسان وژلي
۱۳۹۵ خرداد ۳۱, دوشنبهاعلان
د افغانستان د کورنيو چارو وزارت د معلوماتو له مخي نن دوشنبه (۲۰۱۶م کال د جون ۲۰مه) د کابل جلال آباد پر سړک يوه پلي سړي د يوه امنيتي شرکت پر موټر باندي ځانمرگی بريد کړی; ۱۴ کسان پکښې وژل سوي او ۸ ټپيان سوي دي.
د کابل د پوليسو پخواني مشر جنرال ايوب سالنگي ويلي دي چي پر هغه ميني بس موټر (د راپور عکس) باندي چي ځانمرگی بريد سوی د يوه امنيتي شرکت نيپالی پرسونل پکښې سپور وو.
وسله والو طالبانو د تويتر له لاري د پيښي پړه منلې ده. دوی ويلي دي چي ځانمرگي په افغانستان کي «د يرغلگرو ځواکونو پر کاريگرو باندي يرغل وکړ.»
دا په کابل کي په روژه کي لومړی بريد دی چي کيږي. درې اوونی دمخه کابل ته نژدې د يوې محکمې پر موټر ځانمرگي بريد لس کسان ووژل.