کندوز:د طالبانو په ليکو کي چيچنۍ مېرمني جنگيږي
۱۳۸۹ بهمن ۱۲, سهشنبهد کندوز د پوليسو قوماندان عبدالرحمن سيد خيلي چي د لومړي ځل لپاره يي د بهرنيو ښځينه اورپکو د شتون خبر ورکړی، ويلي چي، امينتي چارواکو ته دغه معلومات وروسته له هغه لاس ته ورغلل چي د کندوز د دشت ارچي ولسوالي يې له طالبانو ونيوله.
سيدخيلي وويل:«د دغو ښځو ځينو يې د نرسانو په توګه کار کاوه تر څو د طالبانو د ټپيانو درملنه وکړي او ځيني نوري يې د سړک د غاړي د بم جوړوني او د ځانمرګي بريدونو د واسکټونو جوړلو کارپوهاني دي.
سيد خيلي وويل چي پخوانيو طالب جنګياليو د ښځينه اورپکو له حضور څخه پخلی کړی دی.
د افغان ځواکونو د عملياتو څخه وروسته چي امريکايي او آلماني سرتيرو هم ورسره مرسته وکړه په کندزو کي د رپوټونو له مخه کابو 300 طالب جنګيالي حکومت ته تسليم سوي دي.
له دغو عملياتو څخه مخکي کندوز يو ځل بيا د طالبانو په ستري اډې بدل سوی ؤ. په 2001 کال کي د طالبانو د واکمنۍ تر نسکوريدو وروسته کلونو کي، کندوز د افغانستان په نسبي توګه له امن څخه برخه من ولايت ګڼل کيده.
د طالبانو يو تسليم سوي قوماندان، ملا جمال الدين له يوه سيمه ايز تلويزون سره په مرکه کي د چيچنيايي ښځو حضور تايد کړی. نوموړي پخواني قوماندان وويل چي ځينو چيچنيايي ښځو له افغان طالب جنګياليو سره ودونه کړي دي.
په تيرو مياشتو کي اورپکو په کندوز کي د سړک د غاړي په بمي چادونو او ځانمرګي بريدونو لاس پوری کړ. د دغه ولايت چارواکو تردې د مخه په وار وار د ازبکستان د اسلامي غورځنګ او د القاعدې د شبکې د اورپکو له شتوالي څخه انديښنه ښودلې.
د دشت ارچي ولسوال شيخ صدرالدين وويل: « موږ دلته د چيچنيايي ښځو له حضور څخه معلومات لرو، خو نه پوهيږو چي هغوی چيري پټي دي. پوليس هغوی او د هغوی په طالب ملګرو پسي ګرځي.»
آژانسونه/ عبدالباري حکيم
کتونکی: نجيب الله زيارمل