1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په شمال کي امنيتي وضعيت مخ پر خرابيدو دی

۱۳۸۹ دی ۶, دوشنبه

د والستريت ژورنال د يو رپوټ له مخه د ملګرو ملتو محرمانه نقشي د افغانستان په يو زيات شمير سيمو کي امنيتي وضعيت د يو کال په موده کي ډير ناخوال ښکاره کوي.

https://p.dw.com/p/QkQc
د طالب ياغيانو پر ضد د نهه کلني وروسته هم لا تر اوسه په دغه جګړه ځپلي هيواد کي امن نه دی تينګ سوی.
د طالب ياغيانو پر ضد د نهه کلني وروسته هم لا تر اوسه په دغه جګړه ځپلي هيواد کي امن نه دی تينګ سوی.انځور: AP

د والستريت ژورنال رپوټ چي د دوشنبې په ورځ خپور سوی، د ملګرو ملتو دوې نقشې يي سره پرتله کړي دي: يو نقشه د مارچ د مياشتي کله چي معمولاً په افغانستان کي د هوا د تويدو سره د جګړې ډګرونه هم تاوده کيږي او بل د اکتوبر د مياشتي نقشه، چي د سړو له پيل سره په جګړو او نښتو کي هم چوپتيا رامنځ کيږي.

د ورځپاني رپوټ وايي: په دوهمه نقشه کي معلوميږي چي د کال له پيل څخه تراوسه پوري د افغانستان جنوبي سيمي د پخوا په څير« ډيري زياتي خطرناکي» پاته دي.

په عين وخت کي دغه نقشه د افغانستان د شمال او ختيځ په 16 ولسواليو کي چي پخوا د مصوونو سيمو په جمله کي شميرل کيدې، اوس امينتي وضعيت خراب معرفي کوي.

د امريکا د متحده ايالاتو ولسمشر بارک اوباما کابو دوې اوني د مخه د افغانستان د جګړې په هکله د يو کال څخه را په دي خوا په لاره اچولي سوي ستراتيژي د ارزوني نتايج اعلان کړل.

هغه خپله دغه ستراتيژي د خپلي جملې له مخه«پر سمه لاره برابره» وګڼله، خو خبرداري يي ورکړ چي لاس ته راغلي برياليتوبونه لاتراوسه له يو ټينګ بنسټ څخه برخمن نه دي.

سره له دې هم اوباما ويلي دي چي د پلان سره سم د 2011 کال په جولای کي به يو شمير محدود پوځي قطعات په وتلو پيل وکړي.

د امريکا د متحده ايالاتو او ناټو تر مشرۍ لاندي اوس په افغانستان کي 140 زره بهرني سرتيري حضور لري چي د هغو دوه پر دريمه برخه يي امريکايان دي.

د طالب ياغيانو پر ضد د هغوی له جګړې څخه نهه کاله تير سول خو لا تر اوسه په دغه جګړې ځپلي هيواد کي امن نه دی تينګ سوی.

والستريت ژورنال وويل چي د ملګرو ملتو د اکتوبر نقشې په شمال او ختيځ کي 16 ولسوالي له امينتي لحاظه له «لوړ خطر» سره مخامخ درجه بندي کړي دي.

دغه ولسوالي د بادغيس، سرپل، بلخ، پروان، بغلان، سمنګان، فرياب، لغمان او تخار ولايتونو کي دي.

ورځپاڼه زياتوي چي يوازي دوې ولسوالۍ، يوه په کندوز او بله يې په هرات کي چي پخوا له «لوړ خطر» سره مخامخ وې د اکتوبر د مياشتي د نقشې له مخه اوس له نسبي امن څخه برخه منه سوي دي.

تحليلونکي خبرداری ورکوي که څه هم د طالبانو پياوړي هډې په جنوب کي پرته دې خو په شمال کي امنيتي وضعيت مخ پر خرابيدو دی.

والستريت ژورنال په خپل رپوټ کي زياتوي چي، ملګرو ملتونه له دغو نقشو څخه په استفادي سره د افغانستان په دننه کي د سفر کولو د وضعيت ارزونه کوي.

آژانسونه/ عبدالباري حکيم

کتونکی: نجيب الله زيارمل