کرزی: افغانستان اوس هم ډيره سخته لار په مخکي لري
۱۳۹۰ آذر ۱۴, دوشنبهکرزي وويل چي لس کاله وړاندي افغانستان د نړيوالو ټولني سره د اړيکو يو نوی پړاو پيل کړ. هغه وويل چي افغانستان په تيرو لسو کلونو کي ډيري لاس ته راوړني درلودې.
هغه د زده کړي، عامه خدماتو، دولت دارۍ، رسنيو او نورو برخو له پرمختوګونه څخه يادونه وکړه.
کرزي همداراز ټينګار وکړ چي افغانستان اوس هم يوه ډيره سخته لار په مخکي لري، او دا چي دغه هيواد بايد په اقتصاد، دولتدارۍ، امنيت او نورو برخو کي لا ډير پرمختګونه وکړي.
افغان ولسمشر وويل، چي په اوس وخت کي د افغانستان تر ټولو لويه ستونزه ناامني ده. هغه زياته کړه، که څه هم تروريستان په وروستيو کي ډير ضعيفه شوي، خو لا اوس يې هم هيواد د ډيرو ستونزو سره مخامخ دئ.
هغه زياته کړه، چي افغانان غواړي يو باثباته او له اقتصادي پوله پر خپلو پښو ولاړ هيواد ولري. د هغه په وينا افغانان د خپلو ګاونډيو سره ښې اړيکي غواړي.
« افغانستان به دغو اهدافو ته د رسيدلو له پاره د اداري فساد سره مبارزه وکړي او په دغه هيواد کي به عامه خدمات لا په سي پياوړي کړي.»
کرزي د امنيت د ليږد د پروسې د دوهم پړاو د پيلېدو خبر هم ورکړ. هغه وويل چي افغانستان غواړي دغه پروسه د پلان له مخي تر ۲۰۱۴کال پوري بشپړه شي.
«نړيواله ټوله دي د افغانستان امنيتي ځواکونو په روزلو کي د افغان حکومت سره خپلو مرستو ته دوام ورکړي.»
کرزي د سولي پروسې ته په اشارې سره وويل چي افغان حکومت اوس هم د هغو مخالفينو سره سولي ته چمتو دئ چي د افغانستان د اساسي قانون منلو ته چمتو دي او له نړيوالو ترورستي سازمانو سره خپلي اړيکي وشلوي.
افغان ولسمشر حامد کرزي، پر سعودي عربستان ږغ وکړ، چي په دغه بهير کي د افغان حکومت سره مرستي وکړي.
د ولسمشر کرزي تر وينا وروسته د المان لومړۍ وزيري مېرمن انگيلا ميرکل په خپله وينا کي پر ولسمشر کرزي ږغ وکړ، چي پخپل هیواد ريفورمونه او د سولي بهير پلی کړي.
مېرمن مير کل وويل، چي دا د افغانانو دنده ده، چي خپلي منځنۍ ستونزي حل کړي او قدرت سره ووېشي:
«ولسمشر کرزی، زه ستاسو څخه غواړم چي تاسو خپلي سياسي وړتياوي پکار واچوي، تر څو په افغانستان کي سياسي پروسه پر مخ ولاړه سي، له اداري فساد سره مبارزه وسي او د مخدره موادو او انسانانو قاچاق له منځه ولاړ سي.»
دغه راز د ملگرو ملتونو عمومي منشي د افغانستان څخه خپل ملاتړ اعلان کړ، او د افغانستان له پاره يې خپل نوې استازي معرفي کړئ.
په دې کنفرانس کي د امریکا د بهرنيو چارو وزيري ويلي، چي متحده ايالات به د افغانستان سره د اوږدې مودې له پاره ملگري وي، خو افغانان هم بايد ديموکراسي او ريفورمونه پخپل هيواد کي پلي کړي.
مسعود جهش
کتونکی: نجيب الله زيارمل