د بن کنفرانس په رسمي توگه پرانستل سو
۱۳۹۰ آذر ۱۴, دوشنبهد غونډي په تالار کي د آلمان او افغانستان د بهرنيو چارو وزيران مېلمنو ته ښه راغلاست وايي.
غونډه به د المان د بهرنيو چارو د وزير گيدو ويستر ويله او ولسمشر کرزي په وينا و پرانستل سي. دغونډي په لومړيو ۴۵ دقيقو کي به د المان لومړۍ وزيره انگيلا ميرکيل، افغانستان ولسمشر حامد کرزی، د ملگرو ملتونو عمومي منشي بانکي مون، د المان او افغانستان د بهرنيو چارو وزيران وينا وکړي.
تر دغو وينا وروسته به غونډه پر څو گروپونو وويشل سي او د افغانستان سره د اوږدمهالي همکارۍ پر سر به بحث پيل سي.
نن د بن ښار داسي ښکاري لکه يو پوځي ښار. په ښار کي ډير سخت امنيتي تدابير نيول سوي دي او شاوخوا ۴ زره پوليس په دندو گمارل سوي او د ښار ځيني برخي د ترافيکو پر مخ بندي دي.
داسي ويل کېده، چي په غونډه کي به د سولي پر پروسې باندي هم بحث وسي، خو د پاکستان نه گډون دغي بحث تر پوښتني لاندي راوستی.
ولسمشر کرزي د څلور ورځو راپه دې خوا په بن کي دی، او نور مېلمانه لکه د ملگرو ملتونو عمومي منشي پرون بن ته رارسېدلي.
د افغانستان په اړه د بن په کنفرانس کي د پاکستان نه گډون او هغه راپورونه چي تيره ورځ د ايران پوځ له خوا د امريکا يوه بې پيلوټه الوتکه را غورځول سوې ده، سختي پوښتني را ولاړي کړي.
په دې کنفرانس کي به له افغانستان سره تر ۲۰۱۴ کال وروسته د افغانستان د بيا رغاوني او اوږدمهاله همکاريو ژمني کیږي.
د يو شمېر افغانانو په نظر که نړیواله ټولنه د خپلو عسکرو تر ايستلو وروسته يوار بيا افغانستان يوازي پريږدي، نو بيا به کورنۍ جگړه پيل او ټولي لاسته راوړني به د خاورو سره خاوري سي.
د افغانستان د ماليې وزير عمر زاخيل وال په وينا، هيواد يې هر کال د بهرنيو هيوادونو ۷ ميليارده ډالره مرستي ته اړتيا لري.
نجيب الله زيارمل
کتونکی: مسعود جهش