کارپوهان د قاتل روبات له جوړېدو ويره لري
۱۳۹۴ مرداد ۷, چهارشنبهاوس په نړۍ کي داسي روبتونه سته چي پر کښته پورته مځکو حرکت کولای سي او داسي کمپيوټرونه سته چي په مخکي له مخکي پروگرام ورکولو سره په خپله پريکړه وکړي. خو اوس کارپوهان بازار ته د داسي روبتونو له راوتلو سره ويره لري چي قتل به کوي.
د نړۍ نزدې ۲۰۰۰ کارپوهانو په يوه پرانيستي ليک کي غوښتنه کړې ده چي د داسي وسلو د جوړېدو مخنيوی بايد وسي چي بې له انسانه په خپله عمل کوي.
په بونس آيرس کي د مصنوعي هوښيارتيا په اړه نړيوال کنفرانس ته دغو کارپوهانو په خپل سر خلاصي ليک کي کښل دي چي په نړۍ کي د مصنوعي هوښيارتيا په برخه کي پرمختگ ته په کتو سره ويره سته چي ډېر ژر به بازار ته داسي جنگي هوښياري وسلې او ماشين الات راووزي لکه د هاليوډ په «Terminator» فيلم کي.
کارپوهان وايي چي د مصنوعي هوښيارتيا په پرمختگ سره به په نړۍ کي په جنگونو کي پر «باروتو او اټومي وسلو سر بيره د مصنوعي هوښيارتيا وسلې دريم انقلاب وي» چي په دې سره به په نړۍ کي تسليحاتي سيالي پيل سي او پايلي به ئې ډېري ناوړي وي.
دوی وايي چي دغه وژونکي ماشينونه به تر اټومي وسلو گران وي او د خامو موادو پيداکول ئې ډېر ستونزمن کار دئ. دوی ويره لري چي دغه جنگي وسلې به بيا تور بازار ته لاره ومومي او په نړۍ کي به د تروريستانو او ديکتاتورانو لاس ته ورسي. اوس د بشريت له پاره اساسي پوښتنه دا ده چي د دغه شان وسلو جوړولو نړيواله سيالي اړينه ده که ئې مخنيوی.»
د دغه پرانيستي ليک لاسليکوونکو ويلي دي چي که د دغه کار مخنيوی ونه سي، دغه شان روبتونه چي کولای سي انسانان خپل هدف وگرځوي، دا به د يوه هيواد د بې ثباته کولو او يا قومي اقليت د له منځه وړلو له پاره يوه وسيله وگرځي.