1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د مريخ روبات خپل لومړی څېړنيز سفر پېلوي

۱۳۹۱ مرداد ۲۸, شنبه

کيوروسيتي نومي د مريخ څېړنيز ماشيني موټر به ډېر ژر په مريخ کي سفر پېل کړي. د ناسا (NASA) ساينسپوهانو د نوموړي روبات د څېړنيز سفر موخي د هغه يوه نوې موندنه وړاندي کړه.

https://p.dw.com/p/15sHo
انځور: NASA/JPL-Caltech

کيوروسيتي روبات چي د مريخ په هکله د معلوماتو تر لاسه کولو ماموريت ور په غاړه سوی دئ، په څو اونيو کي به له هغه ځای څخه حرکت وکړي، چيري چي ئې ناسته کړې وه. په مريخ کي د کيوروسيتي سفر د مځکي د سفر په پرتله ډېر زيات وخت نيسي. خو د دغو سفرونو پايلي او موندنې به همدومره په زړه پوري وي، څومره چي به ئې سفر ورو وي. همدا وجه ده چي کيوريوسيتي به په راتلونکو اونيو کي حرکت پېل کړي.

د متحده ايالتونو د فضايي سفر ادارې ناسا ويلي دي چي د يو څو ورځو په اوږدو کي به د کيوروسيتي، ټول هغه سيستمونه وازمويي چي د سفر له پاره مهم دي. د ناسا ساینسپوه جان گروڅينگر، ويلي دي چي په لومړي سر کي به کيوريوسيتي «گلېنېگ» نومي ځای ته سفر وکړي. دغه په مريخ کي يو داسي ټکی دئ چيري چي درې بېلابيل جيولوجيکي وچي سره يوځای کيږي.

اټکل کيږي چي دغه ځای ته به د کيوريوسيتي سفر د څلورو او شپږو اونيو تر منځ دوام وکړي. حال دا چي دغه سيمه د کيوروسيتي د اوسني مقام څخه صرف يو څو کلومتره ليري پرته ده. په گېلنیگ کي به د مريخ روبات د لومړي ځل له پاره خپله برمه هم په کار واچوي.

ناسا ويلي دي چي د راتلونکي اونۍ تر پایه به د کيوروسيتي ټول هغه اوزار او سيستمونه و ازمويي چي د ماموريت له پاره ئې اړين دي.

کيورو سيتي د مريخ څخه په لومړيو معلوماتو کي د تودوخي درجې هم رالېږلي دي چې پکښې د تودوخي صفر سانټي گرېډ درجې هم شاملي دي، چي کيوروسيتي اندازه کړي دي.

د ناسا رئيس گروڅينگر، ويلي دي چي کيوروسيتي په مارس کي د ۲،۸۵ د تودخې درجه هم اندازه کړې ده. د نوموړي ساينسپوه په وينا « دا د ساينس او پوهي له پاره يوه مهمه لاس ته راوړنه ده.» د دې څخه دېرش کاله تر مخه په مريخ کي د هوا د حالاتو معلومونکی اوږدمهاله مرکړ موجود وو.

کيوروسيتي چي د مريخ د سفر له پاره په کار اچول سوی دئ تر ټولو قيمتي او په تخنيکي توگه تر ټولو پياوړی روبات دئ. دغه ربوټ د مځکي څخه د اتو مياشتو د فضايي سفر وروسته د اگست په پنځمه مريخ ته رسېدلی وو. کيوروسيتي به په خپل دوه مياشتني ماموريت کي د پنځه زرو مترو په لوړوالي د ماونټ شارپ، په غر کي څېړني تر سره کړي.

آژانسونه/ احمدولي اڅکزی
کتونکی: سید ریاض