کابينه: لويي پروژې د گواښوونو له امله ځنډېدلي
۱۳۹۰ شهریور ۱, سهشنبهد ولسمشرۍ ماڼۍ يوه خبر پاڼه چي نن سي شنبه د اګسټ د مياشتي پر درويشتمه په کابل کي دويچه ويله ته استول سوي کاږي، چي ولسمشر کرزي د امنيتي ګواښونو له امله د ډيرو سترو پروژود بنديدو څخه انديښنه ښولې او ويلي يې دي چي په دي سر د افغانستان اقتصاد او پرمختګ ته له يوي مخي لوی ګزار متوجه دی.
دويچه ويله ته د چارو د اداري او د وزيرانو شورا د درالانشا د لوى رياست د معلوماتو له مخي، په دي غونډه کي چي د جمهور رئيس حامدکرزي په مشرۍ په ارګ کي جوړه سوه وويل سول، چي د افغانستان خلکو ته يو شمير ستري او حياتي پروژي د هغو باالقوه ګواښونو له امله چي د افغانستان د سولي ترقۍ اونيکمرغۍ ددښمانو له خوا سته ځنډول سوي او يا په بشپړ ډول بندي سوي دي.
دغه پروژې د سړک جوړولو، د اوبو د بندونو د جوړولو، کانونو او مخابراتو کي دي. په غونډه کي دغه راز رپوټ ورکړل سو، چي په سمنګانو ولايت کي د دره صوف پل براق د سړک کار د يرغمل نيوني، د يو تن د وژلو او د پنځو تنو نورو د ټپي کيدو له امله له اتو مياشتو راپديخوا ځنډول سوى دى.
د وزيرانو شورا همدا راز ويلي، چي د کابل- جلال اباد د دوهم عمده ترانزيتي واټ د جوړولو کار د ١٣ قراردادي وسايطو د سوځيدو له امله ځنډول سوی او د فراه ولايت ٧٨ميله سړک له دې امله چي شپاړس تنه کارګران يي يرغمل نيول سوي دي هم ځنډول سوى دى.
دغونډي د کار په دوام رپوټ ورکړل سو، چي د دايميرداد او د ميدان وردګو ولايت د بند چک سړک هم د يو تن د وژل کيدو او د شپږو تنو د يرغمل نيوني له امله له ديارلسو مياشتو راپديخوا ځنډول سوى دى او له دغي برخي ډير خلک شکايتونه لري.
د ارګ په خبر پاڼه کي همدا راز دا هم ويل سوي، چي د ٢٠٠٥ څخه تر ٢٠١١ کال پوري په افغانستان کي د دولت ضد جنګيالو د ګواښونو او ورانکارو بريدونو له امله د بيا ودانولو د سترو پروژو ٥٣ تنه کارکونکي چي وتلي انجينيران هم پکښي شامل دي وژل سوي او ١٧ تنه ټپيان او ١١٠ تنه يرغمل نيول سوي دي.
د غونډي په بله برخه کي وويل سول چي د بريښنا او د اوبو د بندونو د جوړولو په برخه کي هم جدي امنيتي ستونزي سته. لکه څنګه چي د مخالفينو له خوا د سلما پروژي د تګلوري د تړل کيدو له امله د پروژي اکمالات له جدي ستونزي سره مخامخ سوي دي.
سلما بند د افغانستان په لويديځ کي پروت دی چي له تيرو څو کلونو راهيسي يي څو ځله د امنيتي کمربندونو مشران يا وژل سوي او يا هم تښتول سوي دي.
انګيرنه داسي ده چي د افغانستان ځيني ګاونډيان د دغي پروژي د پلي کيدو مخه نيسي او له همدي امله ترهګرو ډلو ته پيسي ورکوي چي د هغې د پلي کيدو مخه ونيسي.
په خبر پاڼه کي دا هم راغلي، چي د وزيرانو شورا پر دې هم بحث وکړ، چي په وروستيو کلونوکي د هغو شرکتونو په کورنيو او بهرنيو کارکوونکو چي دبغلان، هرات، لغمان، ننګرهار، پکتيکا، فراه او غزني په ولايتونوکي د اوبو اوبريښنا په پروژو کي په کار بوخت و، وسله وال بريدونه سوي دي، چي له امله يي د اوبو او بريښنا سکتور د قراردادي شرکتونو ديرش تنه کارکوونکي وژل سوي څلور تنه تښتول سوي او يوولس تنه ټپيان سوي دي.
د افغانستان د وزيرانو شوراهمد راز د مخابراتي کمپنيو په وړاندي هم د سترو ننګونو څخه پرده پورته کړي، چي ډيری ستري پروژي د امنيتي دلايلو له امله په دغه برخه کي ځنډيلي دي.
د مخابراتو په برخه او په تيره بيا نوري فايبري شبکې غځول، چي د افغانستان خلکو ته د ښو روغتيايي خدمتونو اسانتياوي برابر وي د هيواد په جنوب ختيځو سيمو کي ستونزي او ګواښونه سته او د مخابراتي پروژو د کار په بهير کي په تيرو څوکلونو کي نهه تنه وژل سوي او نهه تنه نور د دښمنانو له خوا تښتول سوي دي.
د افغانستان ولسمشر د دغو مهمو او ټولګټو پروژو په باب له غور او څيړني وروسته وويل، هغه کسان چي د افغانستان د ترقۍ او پرمختګ په لاره کي خنډ رامنځته کوي او نه پريږدي چي د افغانستان خلک د اوبو او بريښنا د بندونو سړک او مخابرات خاوندان سي په باور سره چي د افغانستان د ويجاړولو لپاره ملاتړلي ده او په وژنو، يرغمل نيونو او ګواښونو سره ثابتوي د هغو کسانو په لارښوونه چي نه غواړي په سيمه کي يو اباد او پرمختللی افغانستان رامځته سي.
د يادولو وړ ده چي د غونډي په پای کي پريکړه وسوه چي په ملک کي د مهمو او ټولګټو پروژو د امنيت د تامينولو او د کار د چټکتيا په خاطر زيات امنيتي اقدامات تر لاسندي ونيول سوي.
ميرويس جلالزی/ کابل
کتونکی: نجيب الله زيارمل