افغانستان به زر د نوري فايبر د شبكې له لارې د نړۍ سره ونښلول شی
۱۳۸۸ خرداد ۱۹, سهشنبهد نوري فايبر د شبكې په جوړيدو سره به نه يواځې په ټيليفوني، انترنتي، بانكې، ټلويزيوني او راډيويي څانګو كې آسانتياوې رامنځ ته كيږي بلكې د الكترونيكي حكومت والي او الكترونيكي سوداګرۍ او له لرې واټن څخه د زده كړو زمينه هم برابره شي. د دغې پروژې له لارې افغانستان له ګاوڼديو هيوادونو سره نښلول كيږي.
د نوري فايبر د ملي شبكې د پلي كيدو كار د 1368 كال د وري د مياشتې په 26 مه د 3200 كيلو مترو په اوږدوالي پيل شو تر اوسه يې په سلو كې اتيا كارونه بشپړ شوي چې مالي لګښت يې اويا ميليونو ډالرو ته رسيږي او د مخابراتو وزارت له پرمختيايي بودجې څخه وركول كيږي.
دغه شبكه چې په حلقوي بڼه په افغانستان كې غځيدلې، افغانستان له ګاونډيو هيوادونو پاكستان سره د سپين بولدك له لارې، ازبكستان سره د حيرتان له لارې، تاجكستان سره د شيرخان بندر له لارې، ايران سره د اسلام كلا له لارې او تركمنستان سره د تورغونډۍ له لارې نښلوي.
د مخابراتو او معلوماتي تكنالوژۍ وزير اميرزى سنګين وايي چې: له تخنيكي پلوه تاجكستان له افغانستان سره د نوري فايبر له لارې ونښلول شو او په نژدې راتلونكي كې به ازبكستان هم د همدغې شبكې له لارې افغانستان سره ونښلول شي.
څرنګه چې د نوري فايبر شبكه د افغانستان له ځينو ناامنو سيمو څخه تيره شويده د شبكې د امنيت ساتل يوه مهمه موضوع ده دا چې په دې برخه كې د مخابراتو اومعلوماتي تكنالوژۍ وزير څه اقدامات په پام كې لري اميرزي سنګين وايي چې : دوى به د شبكې په څو كيلومترۍ كې د څارنې او ساتنې ډلې وګماري او همدارنګه به د تخنيكي وسايلو له لارې د شبكې امنيت وساتل شي.
د نوري شبكې د وړتيا په اړوند د مخابراتو اومعلوماتي تكنالوژۍ وزير وايي چې : د دې شبكې له لارې څلويښت زره كسان كولاى شي په يوه وخت كې د افغانستان د دوه و ښارونو تر منځ خبرې وكړي. سنګين زياتوي چې : دغه وړتيا به په راتلونكي كې پراختيا ومومي.
اميرزى سنګين وايي چې: د نوري فايبر د شبكې له لارې ټيليفوني اړيكې ، انترنتي او بانكي اړيكې او همدارنګه ټلويزيوني او راډيويي اړيكې په پرمختللي توګه تامينيداى شي.
د دې شبكې د پرانيستې له كبله د مخابراتي اړيكو قيمتونه په ټوليزه توګه راښكته شوي چې ورسره د انترنتي خدمتونو كيفيت هم ښه شوى چې لدې سره په څنګ كې له يادوشويو خدماتو نه د ګټې اخيستنې لګښتونه هم رالويدلي دي.
د نوري فايبر ملي شبكه د مخابراتي بنسټ د جوړيدو په موخه د هيواد د ټولو لويو لارو په اوږدو كې په حلقوي توګه د كابل ، كندهار ، هرات ، مزارشريف او بيرته كابل د لويو لارو په اوږدو غځول شوى.
د يادولو وړ ده چې ټول مخابراتي ، انترنتي ، مبايل ، ټلويزيونونه، راډيو ګانې، بانكونه او تر ټولو مهمه داچې د افغانستان ټول خلك د دغې شبكې له ګټو څخه برخمن كيږي. دغه پروژه نه يواځې د الكترونيكي حكومت والي او الكترونيكي سوداګرۍ په برخه كې ګټه ور تماميږي بلكې له لرې واټن څخه د زده كړو په برخه كې هم افغانانو لپاره آسانتياوې ورپه برخه كوي.
انور برى پال
کتونکی: يحيی وردک