1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

کابل: طالبان زموږ سره خبرو ته تيار دي

ميرويس جلالزی/ کابل۱۳۹۱ بهمن ۲۴, سه‌شنبه

د افغان ولسمشر حامد کرزي وياند وايي چي وسله والو طالبانو د لومړي ځل له پاره منلي ده چې د سولي پر سر به له افغان حکومت سره خبري وکړي. ایمیل فیضي وايي دغه پرمختګ د طالبانو له ورستیو څرګندونو وروسته شوی دی.

https://p.dw.com/p/17ckn
Aimal Faizi Sprecher von Hamid Karsai Afghanistan

طالبانو په تیرو دوولسو کلونو کې یو ځل هم له افغان دولت سره د سولي پر سر خبرو ته د کښینستو ټټر نه وو ډبولی خو اوس ویل کیږي چې هغوی په قطر کې له افغان دولت سره د سولي پر سر خبري کوي.

د قطر د دفتر ملاتړ د یو شمیر نړیوالو متحدینو له خوا هم طالبانو ته شوی او د قطرشاهي حکومت ویلي دي چې د هغو طالبانو خونديتوب تظمینوي چې د سولي د خبرو له پاره له افغان حکومت سره خبري کوي.

د ولسمشر ویاند ایمیل فیضي وایي یو شمیر طالبان قطر ته رسېدلي دي او د هغوی تر رسېدو وروسته به د افغان حکومت پلاوی سیمي ته ځي او بیا به د سولي د عالي شورا پلاوی دوحې ته د خبرو له پاره رسیږي:

«د افغانستان وسله وال مخالفین اوس خبرو اترو ته حاضر دي، د پاریس غونډه یې یوه بېلګه ده، د طالبانواستازو هلته زموږ د سولي د شورا له پلاوي سره کتلي دي او ورته ویلي يې دي چې په قطر کې که موږ ته دفتر راکړل شي موږ هرو مرو له افغان دولت سره د سولي خبري کوو.»

وسله والو طالبانو تر دي دمخه له افغان دولت سره د مشروطو خبرو اترو له پاره چمتو والی ښولی وو خو دا وار يې د خبرو د پیلیدو دمخه کوم شرطونه نه دي وړاندي کړي.

پخواني شرطونه یي له افغانستان څخه د بهرنیو سرتیرو وتل او په اساسي قانون کې د تعدیل راوستل وو خو دا ځل ښاغلي فیضي د خبرو اترو دمخه د مخالف لوري د شرطونو څه و نه ویل.

د سولي عالي شورا د قطر دولت ته خبرداری ورکړی دی چې که چیري د طالبانو د دفتر د پرانیستلو سره سم د هغوی لوژستیکي او مالي ملاتړ کوي نو باید دا په دې مانا نه وي چې په افغانستان کې د طالبانو له مقاومت څخه هم ملاتړ کوي او هغوی باید ډزبندي ته وهڅوي.

د دغي شورا د بهرنیو اړیکو مشر محمد اسماعیل قاسمیار وايي: «د قطر دولت که طالبان تمیلوي او طالبان بيا خپلو بریدونو ته دوام ورکوي دا مانا لري چې قطر هیواد د طالبانو بي رحمانه بریدونه تمیولوي او دا د خبرو په ګټه نه، بلکې په زیان ده.»

په همدې حال کې افغان ولسمشر حامد کرزي هم څه موده دمخه په یوه خبري غونډه کې ویلي ول چې یوازي افغان حکومت او د سولي شورا کولای شي له طالبانو سره خبري وکړي او هیڅ یوه سیاسي ډله او بهرنی هیواد په دغه برخه کې له توطیي پرته کوم څه په پلان کې نه لري.

افغان دولت هڅه کوي د بهرنیو سرتیرو تر بشپړي وتنې دمخه له طالبانو سره یوه جوړ جاړي ته ورسیږي. دغه جوړجاړی په دې مانا ښودل شوی دی چې افغان حکومت ټولي ناراضي ډلي په ځان کې ونغاړي او د حکومت په وینا د بهرنیانوله وتلو وروسته بیا دا ملک د ګاونډیانو لاس ته له لویدو وژغوري.