1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«طالبان تر بل هر وخت اوس سولي ته ليوال دي»

ميرويس جلالزی/ کابل۱۳۹۱ بهمن ۱۰, سه‌شنبه

په افغانستان کې د امریکا سفیر جیمزکوننگهام وایي، چي د کابل او طالبانو د مشرتابه تر منځ په دې ورستیو کې تماسونه نیول شوي دي او هيواد ئې د دغي پروسې ملاتړ کوي.

https://p.dw.com/p/17TEw
James B. cunningham, Stellvertreter der USA Botschafter in Kabul zu sehen. DW/Hosain Sirat, in Kabul am 11.04.2012
James B. Cunningham USA Botschafter in Kabulانځور: DW

جيمز کوننگهام د سه شنبي په ورځ (۲۰۱۳کال د جنورۍ ۲۹) په کابل کې خبريالانو ته وویل چې په دغه برخه کې په پرمختگو نه دی خبر، لیکن واشنگټن تمه لري چې دغه سیاسي ډیالوگ تر یوه ځایه ورسیږي.

د کوننهام په وینا، یاغي طالبان اوس سولي ته تر بل هر وخت ډیر لیواله دي او هڅه کوي چې د ۲۰۱۴ کال دمخه له افغان دولت سره د روغي جوړي پر پروسې باندي خبري پیل کړي.

د امریکا د سفیر دا څرگندوني په داسي مهال خپریږي چې ويل کيږي افغان دولت په دې ورستیو کې د طالبانو له یوه مهم زنداني مشر ملا برادر سره د پاکستان په يوه محبس کي چې ځای یې نه دی ښوول شوی کتلي دي.

افغان حکومت هڅه کوي، چي د طالبانو د مشر ملا عمر د دغه تر ټولو نژدې او اعتمادي کس په همکارۍ وسله وال طالبان په سیاسي بهیر کي گډ کړي.

د امریکا سفیر وايي، چي په دې ورستیو کې د افغان دولت او طالبانو تر منځ د سولي تماسونه ډير شوي دي او د امریکا دولت په افغانستان کې د سولي په برخه کې د ټولو خبرو اترو ملاتړ کوي:

«دا د افغانستان د دولت مسئولیت دی چې د سولي پروسه پر مخ بوزي، واشنگټن به له افغان دولت سره په دغه برخه کې پوره همکاري کوي، د سولي خبري لکه څرنگه چې افغان ولسمشر ویلي دي باید د افغانانو په مشرۍ له افغانانو سره تر سره شي.»
په کابل کې د امریکا سفیر همدا راز هغه گنگوسې هم رد کړې چې گويا د امریکا دولت پلان لري چې د گوانتانامو له زندان څخه پینځه تنه طالب قوماندانان آزاد کړي.

ښاغلي جیمز وویل چې د اوباما ادارې تر اوسه په دې اړه کومه پریکړه نه ده کړې. هغه په دې خبري غونډه کې له افغانستان سره د امریکا د مشروطو مرستو پر دوام بیا ټینگار وکړ.

نوموړي وویل چې هیواد به یې له افغانستان سره تر هغه وخته مرستي کوي، چې دغه هيواد پر خپلو پښو نه وي درېدلی. خو دغه مرستې به په دې شرط رواني وي چې افغان دولت په ادارو کې روڼوالی رامنځته کړي که نه نو د نړۍ ډیر ملکونه به د امریکا په گډون له افغانستان سره پر مرستو بیا کتنه وکړي:

«ادارې فساد یوه لویه ستونزه ده، نه یوازي د افغان حکومت پر وړاندي، بلکې د امریکا متحده ایالتو او ټولو هغو مرستندویانو په مخ کي چې له افغانستان سره مرستي کوي، حکومت کولای شي دا له منځه یوسي خو د هغې د له منځه وړلو له پاره غښتلي سیاسي ارادې او ډیرو هڅو ته اړتیا ده.»

په کابل کې د امریکا سفیر جیمز کوننهام پر داسي وخت د وسله والو طالبانو په دریځ کې د نرمښت خبري کوي چې افغان دولت تر بل هر وخت ډیر له خپلو ناراضي مخالفینو سره د سولي هڅي گړندۍ کړي دي.

د رسنيو د راپورونو له مخي، دمگړۍ یوازي د سولي عالي شورا نه، بلکې د ولسمشر د امنیت د شورا په مشرۍ یو بل چینل هم د دې له پاره پرانیستل شوی دی، چي په پټه توگه له طالبانو سره سیاسي ډیالوگ ته لاره پرانیزي.

که څه هم په دغه برخه کې د فعالو کسانو نومونه تر اوسه نه دي افشا شوي، خو داسي گومان کيږي چې د ملي امنیت شورا مشر رنگین دادفر سپنتا یي کلیدی غړی دی، چې وایي تیره میاشت یې په پاکستان کې د طالبانو له بندي مشر ملا برادر اخوند سره کتلي دي.