ډیری امریکایي دولتي ادارې وتړلې شوې
۱۳۹۲ مهر ۹, سهشنبهدا په وروستیو ۱۷ کلونو کې لومړۍ ځل دی چې د امریکا متحده ایالاتو فدرال حکومت خپلې یو شمیر ادارې مالي سرچینو یا «انتقالي بودجې» د نه تصویبیدو له کبله تړي. د سپینې ماڼۍ د ادارې او بودجې مشرې سیلویا متیوس، په دې اړه وویل: «په خواشینۍ سره موږ [د امریکا متحده ایالاتو فدرال حکومت] د دې خبرې واضح زیگنال نه لرو چې کانگرس به په وخت سره په اقدام لاس پورې کړي ترڅو ولسمشر سبا [د اکتوبر میاشتې لومړۍ نیټه] د ورځې تر پاپه پورې[د ادارو د تمویل د دوام] پریکړه لیک لاسلیک کړي. » دغې چارواکې زیاته کړې ده: «[دولتي] ادارې باید اوس د بودجې د نه شتون له کبله د پلان شوي [موقتي] تړل کیدو پلانونه عملي کړي.»
د دولتي ادارو د تړلو امر تر ورکولو لږ مخکې ولسمشر اوباما د خپل هیواد پوځیانو ته په یوه پیغام کې وویل چې هغوی به په عادي توگه خپلو دندو ته دوام ورکړي خو زیاته یې کړه چې د دفاعي ادارو ملکي کارکوونکي کیدای شي چې د یوې نامعلومې مودي له پاره په جبري ډول «بې معاشه رخصتۍ» ته واستول شي.
د سنا د اکثریت مشر هري رید، چې په خپله یو دیموکرات دی د دغه وضعیت پړه د استازو په مجلس کې پر «گډوډۍ غوښتونکو» باندې اچولې ده او ویلې یې دي: «دا زموږ د هیواد له پاره یوه ډیره خواښینوونکې ورځ ده.»
ولسمشر اوباما د دوشنبې ورځې په ماښام د یوې تلویزیوني وینا له لارې د بودجې د نه شتون له کبله د دولتي ادارو د تړل کیدو عواقب روښانه کړل. اوباما وویل چې د دولتي ادارو د تړل کیدو په صورت کې به ۸۰۰۰۰۰ دولتي کارکوونکي «بې معاشه رخصتیو» ته واستول شي او دغه وضعیت به د امریکا اقتصاد د ناورین پر لور یوسي.
د امریکا متحده ایالاتو په کانگرس کې جمهوري غوښتونکي وایي چې یوازې په هغه صورت کې به د دولت د تمویل پلان تصویب کړي چې د دیموکراتانو د «روغتیايي پلان» یا مخه ونیول شي او یا خو هم اصلاح شي.
اوباما د دوشنبې په ورځ وویل: «د [دولتي ادارو] تړل کیدل به ډیر ژر پر خلکو باندې اقتصادي اغیزې واچوي.» هغه همداراز ټینگار وکړ چې له دې سره به د امریکا اقتصادي وده هم له ستونزو سره مخامخ شي.
پر جمهوري غوښتونکو باندې نیوکه
اوباما د خپلې وینا پر مهال پر جمهوري غوښتونکو باندې نیوکه وکړه او ویې ویل: «کانگرس باید زموږ دولت فعاله وساتي، باید موږ ته په وخت مالي منابع برابرې کړي، او هیڅ کله باید د امریکا متحده ایالاتو برخلیک و نه گواښوي.»
اوس جمهوري غوښتونکي د امریکا متحده ایالاتو په کانگرس کې اکثریت لري. دغه گوند وایي چې یوازې په هغه صورت کې به د دولت د تمویلولو پلان تصویب کړي چې د اوباما په «روغتیایي پلان» کې یا اصلاحات رامنځ ته شي او یا خو یې هم په بشپړه توگه مخه ونیول شي.