1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

امريکا: هيله ده له کابل سره ژر امنيتي تړون لاسليک سي

مسعود جهش/ آژانسونه۱۳۹۲ مهر ۶, شنبه

د امریکا متحده ایالاتو د دفاع وزارت مرستیال اش کارتر، د جمعې په ورځ وویل چې که افغان او امریکايي مرکچیان د امنیتي تړون پر سر یوې موافقې ته و نه رسیږي نو دا به یوه «تراجیدي» وي.

https://p.dw.com/p/19pqZ
انځور: Getty Images

کاتر چې په روانه میاشت کې یې کابل ته سفر کړی وو، وویل چې له افغان چارواکو سره په لیدنه کتنه کي یې هغوی ته د ولسمشر اوباما هغه غوښتنه چې امنیتي تړون باید ژر تر ژره لاسلیک شي رسولې ده. د دغه امریکايي چارواکي په خبره اوباما غواړي د دغه تړون په لاسلیکولو سره د خپلو قوماندانو په منځ کې «اطمینان» رامنځ ته کړي.

کارتر له خبري آژانسونو سره په یوه مرکه کې وویل: «موږ هغه [تړون] ته ژر اړتیا لرو ترڅو خپل پلانونه جوړ کړای شو. پر دې سربیره دغه تړون باید ژر لاسلیک شي چي زمو متحدین او ملگري هم خپل پلانونه جوړ کړای شي.»

کارتر په خپله مرکه کې پر دې خبره باندې ټینگار کړی دی چې ډیر شمیر افغانان هم غواړي چې ائتلافي ځواکونه په افغانستان کې خپل کار ته دوام ورکړي: «که دغه موضوع [د تړون د لاسلیکولو موضوع] ژر تر ژره فیصله نه شي نو دا به یوه تراجیدي وي، ځکه ډیر افغانان هم د دې پلوي کوي چې ائتلافي ځواکونه په افغانستان کې خپل کار ته دوام ورکړي او افغان ځواکونه لا پیاوړي کړي چې هغوی په لا ښه توگه خپل ژوند پر مخ بوځي.»

کابل او واشنگټن اوس پر یوه داسې امنیتي تړون باندې کار کوي چې له مخې یې تر ۲۰۱۴ کال وروسته هم امریکايي ځواکونه په افغانستان کې پوځي اډې ولري. په داسې حال کې چي امريکايي چارواکي ژر تر ژره د دغه تړون د لاسلیکدو غوښتنه کوي، افغان چارواکي ټینگار کوي چې د تړون د لاسلیکولو له پاره بیړه نه لري او یوازې په هغه صورت کې به يې لاسلیک کړي چې د افغانستان گټې پکښې خوندي شي. د کارتر څرگندونې په واشنگټن کې د امنیتي تړون پر ژر تر ژره لاسلیکدو باندې ټینگار ښيي.

تر دې مخکې امریکایي چارواکو ټینگار کړی وو چې د کابل او واشنگټن تر منځ امنیتی تړون باید د روان کال په اکتوبر میاشت کې لاسلیک شي. کارتر هم پر همدې خبري باندې ټینگار وکړ او ویې ویل چې هیواد یې اوس هم په اکتوبر میاشت کې د تړون د لاسلیکیدو غوښتونکی دی. کارتر وویل: «موږ یوازې د پوځي پلان جوړوني له اړخه [د تړون د لاسلیکیدو په برخه کې] اطمینان ته اړتیا لرو.»

د امریکا متحده ایالات به د روان کال تر پایه پورې له افغانستان څخه خپل ډیر سرتیري وباسي. دا چې دغه هیواد به په افغانستان کې خپل څومره سرتیري تر ۲۰۱۴ کال وروسته هم پريږدي، د واشنگټن او کابل تر منځ په احتمالي لاسلیکیدونکي تړون پوري اړه لري. پر امریکا متحده ایالاتو سربیره د ناټو نور غړي هم غواړي چې د راتلونکې کال تر پایه پوري له افغانستان څخه خپل ټول جنگي سرتیري وباسي. په پلان کي ده چې تر دې کال وروسته به نړیوال ځواکونه په افغانستان کې په جگړه کې ښکیل نه وي او یوازي د افغان ځواکونو د روزنې ماموریت به پر مخ یوسي.

په عین حال کې کارتر روښانه کړه چې افغان او امریکایي مرکچیانو د امنیتي تړون پر سر په خبرو اترو کې پرمختگ کړی دی. هغه وویل: «زه فکر کوم چې اوس خبري اتري داسې یوې مرحلې ته رسیدلې دي چې هغه مسایل چې تر اوسه پوري لا ورباندي موافقه نه ده شوې ډیر مشخص دي. زه فکر کوم پر دغو مسایلو باندې موافقه ممکنه ده او یوازې ارادې ته اړتیا لري ترڅو تړون لاسلیک شي.» کارتر هغه مسایل مشخص نه کړل چې لا تر اوسه پورې ورباندې موافقه نه ده شوې.

د کارتر په حواله افغان ولسمشر حامد کرزي واشنگټن ته روښانه کړې ده چې هغه د امنیتي تړون له پاره د «پراخ ملاتړ» د ترلاسه کولو له پاره وخت ته اړتیا لري ترڅو یوه لویه جرگه جوړه کړي.

کارتر وویل چې د امنیتي تړون په لاسلیکدو سره به د افغانانو او سیمې د هیوادونو په منځ کې ډاډ رامنځ ته شي او طالبانو ته به دا پیغام واستول شي چې په افغانستان کي د پرمختگ یوازینی لاره د سولې خبرې اترې دي.

د کارتر په حواله اوس د پاکستان له لارې له افغانستان څخه د امریکايي پوځي تجهیزاتو د راایستلو په تړاو رامنځ ته شوې ستونزې له منځه تللې دي. هغه وویل چې له افغان او پاکستاني چارواکو سره په دې اړه خبرې شوې دي چي له افغانستان څخه د امریکايي تجهیزاتو د راایستلو بهیر به دوام ومومي.

تر دې مخکې افغانستان د امریکا پر مخ خپله پوله تړلې وه او ویلي ټینگار یې کړی وو چې امریکا باید له افغانستان څخه د خپلو تجهیزاتو د راایستلو په بدل کې افغان حکومت ته مالیه ورکړي. خو دغه موضوع تر مذاکرو وروسته حل شوه او افغانستان بیرته خپله پله د امریکايي تجهیزاتو پر مخ پرانیستله.