په کابل کي ۸ تنه مړه او۴۰۰ نور ټپیان شوي دي
۱۳۹۴ مرداد ۱۶, جمعهد کابل د امنيې قوماندان عبدالرحمان رحیمي رسنيو ته ويلي دي چي په دغه پيښه کې ۱۲۸ تنه ټپیان شوي دي او اکثره قربانیان يې ښځې او ماشومان دي.
رحیمي ویلي دي چې«برید د یوه قتل عام په توگه پلان شوی وو». د افغانستان د روغتیا وزارت له خوا د ورکړل شوو ارقامو پر بنسټ د هغو ټپیانو شمېر چي روغتونو ته رسېدلي دي شاوخوا ۴۰۰ تنو ته رسيږي.
ویل کیږي چې د برید هدف د افغان پوځ یو استخباراتي واحد وو چې د کورونو تر څنگ واقع دی. چاودیدونکي مواد په یوه لارۍ موټر کې ځای پر ځای شوې وو او د چاودنې غږ په ټول ښار کې اوریدل شوې دی.
چاودنه دومره زوروره وه چې په لسونو کورونه او مارکیټونه یې زیانمن کړي دي. د کورونو هندارو هم خلک ټپيان کړي دي. د ډیرو نورو کورونو چتونه نړیدلي دي او د کورونو مخې ته ولاړو موټرو ته هم زیان اوښتی دی.
د پنجشنې ورځې بریدونه
تر اوسه پورې د برید مسئولیت هیڅ چا پر غاړې نه دې اخیستې. د طالبانو تندلارې اسلامي ډلې په دې ورستیو کې خپل بریدونه تیز کړي دي. همدا د تیرې پنجشنې په ورځ د افراطي ډلو له خوا پر افغان امنیتي ځواکونو د بریدونو په ترڅ کې ۹ تنه وژل شوې دي.
د کابل سویل لور ته د لوگر په ولایت کې یوه ځانمرگي بریدگر پر چاودیدونکو موادو بار خپل لارې موټر ته د پولیسو په مرکز کې چاودنه ورکړه چې له امله یې شپږ تنه ووژل شول. همدارنگه په کندهار کې د پولیس پر ځواکونو د برید په پایله کې ۳ تنه ووژل شول.
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وویل چې دا د طالبانو په رهبرۍ کې د قدرت تر تغیر وروسته لومړنې ځانمرگې برید دی چې ترسره کیږي.