1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

زابل: د يوې څرخۍ الوتکي په رالوېدو کي ۱۷ عسکر وژل شوي

فرهمند/ ناصر۱۳۹۴ مرداد ۱۵, پنجشنبه

افغان چارواکو خبر ورکړی دی چې د زابل ولایت په یوه لیري پرته سیمه کې یوه څرخۍ الوتکه را لوېدلې ده. د چارواکو په خبره په دغه پيښه کې د الوتکي د املې په گډون نزدې ۱۷ تنه وژل شوي دي.

https://p.dw.com/p/1GB0e
انځور: Romeo Gacad/AFP/Getty Images

د افغانستان په سویل کې د زابل ولایت د امنیې قوماندان میرویس نورزي، اسوشیتد پرس خبري آژانس ته ویلي دي چې تر اوسه پوري د دغې پوځي څرخۍ الوتکي د رالوېدو علت معلوم نه دی، خو څیړني رواني دي.

د افغانستان دفاع وزارت ویلي دي چې کیدای شي د تخنیکي ستونزې له امله دغه الوتکه رالوېدلې وي. د زابل ولایت د پولیسو یوه چارواکي ویلي دي چې دغه الوتکه د« تخنیکي ستونزې» له کبله د زابل ولایت په شینکۍ ولسوالۍ کې رالوېدلې ده.

دغه چارواکي زیاته کړې ده چې د دغې څرخۍ الوتکي د رالوېدو په پایله کې د هغې پنځه تنه پرسونل او ۱۲ تنه عسکر وژل شوې دي.

د شینکي ولسوال محمد قاسم خان هم د تلفاتو شمیر تائید کړی دی. په عین وخت کې پوځي چارواکو د پيښې د څیړنې په موخه یو استازی هم سمي ته استولې دی.

په افغانستان کې د نړیوالو ځواکونو د پوځي ماموریت تر پای ته رسیدو وروسته، دا د افغان پوځ له پاره یو تر ټولو خونړۍ پيښه گڼل کیږي.

د افغانستان پوځ په ټوله کې ۱۵۰ الوتکې او ۳۹۰ تنه پیلوټان لري، چې په بشپړ ډول له دغه هیواد څخه د ناټو ځواکونو تر وتلو مخکې یې د خپلو ځواکونو د هوایې ملاتړ او د تدارکاتو په برخه کې فعالیت پیل کړی وو.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب