په پنجشېر کي ځانمرگي بريد ۱۳ کسان ووژل
۱۳۹۳ اردیبهشت ۱۱, پنجشنبه
د پنجشېر ولایت د امنيې قوماندانۍ مرسيتال نجيم خان، ويلي دي چي د پنجشنبې په روځ (۲۰۱۴ کال د می مياشتي لومړۍ) ماسپښين مهال د تلاشۍ پر يوه پوسته باندي په ځانمرگي بريد کي شپږ تنه پوليس او اووه تنه ملکي وگړي ووژل سول. په بريد کي نژدې ۳۰ تنه نور ټپيان سوي هم دي.
خو د پنجشېر والي عزيز الرحمن بيا د آلمان خبري آژانس ته ويلي دي چي په دغه ځانمرگي بريد کي ۱۱ کسان وژل سوي دي. خان زیاته کړې ده: «ملکي وگړي په هغه سرويس موټر کي وژل سوي دي چي له پروان ولايت څخه پنجشېر ته د ورننوتلو د تلاشۍ پوستې ته د کنترول له پاره ولاړ وو.» دغه پوسته د «دهنه دالان سنگ» په نوم ياديږي.
خان په دې اړه نور معلومات نه دي ورکړي. خو په سیمه کي د دويچه ويله خبريال وايي چي تر ځانمرگي بريد وروسته په سيمه کي وسله واله جگړه هم پيل سوې ده چي تر ډيره وخته پوري يې دوام کړی دی.
له بلي خوا بيا د طالبانو يوه وياند ذبيح الله مجاهد، رسنيو ته په يوه لېږلي پيغام کي ويلي دي چي بريد د دوی د يوه جنگيالي له خوا تر سره سوی دی. په افغانستان کې د ولسمشرۍ او ولايتي شوراگانو تر ټاکنو مخکې وسله والو طالبانو گواښ کړی وو چي په خپل ټول به دغه بهیر گډي وډ کړي.