1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«افغان ځواکونو ۶۰ تنه ياغيان وژلي دي»

مسعود جهش/ آژانسونه۱۳۹۳ اردیبهشت ۱۰, چهارشنبه

د افغانستان د ملي امنیت ادارې چارواکو ویلي دي چې افغان ځواکونو د ناټو د هوایي ملاتړ په مرسته له پاکستان سره پولي ته نژدې ۶۰ یاغیان وژلي دي. دغو یاغیانو په پکتیکا ولایت کې د زیروک پر ولسوالۍ باندې برید کړی وو.

https://p.dw.com/p/1BrI6
انځور: Reuters

د افغانستان د ملي امنیت ادارې په یوې بیانیه کې ویلي دي چې په دې سیمه کې جگړه هغه وخت پیل شوه چې شاوخوا ۳۰۰ یاغیانو پر دې ولسوالۍ باندي برید وکړ. د بیانیې په حواله دغه جنگیالي په حقاني شبکې پوري اړه لري. په بيانيه کي ويل شوي دي چې د حقاني پر شبکې سربیره په دې یاغیانو کې د یو شمیر نورو یاغي ډلو غړي هم شامل ول.

پکتیکا له پاکستان سره پر پوله پروت ولايت دی، چې ویل کیږي حقاني شبکه او نوري یاغي ډلې ډیري فعاله دي.

دا په داسي حال کې ده چې تر دې مخکې د پکتیکا ولایت ویاند مخلص افغان، له دویچه ویله سره په مرکه کې ویلي ول چې په پېښه کې ۴۳ تنه وسله وال وژل شوي دي.

د دغه دولتي چارواکي په خبره یاغیانو د دوشنبې په ناوخته ماښام د پکتیکا ولایت پر زيروک ولسوالۍ باندي برید کړی وو: «نزدې دوه ساعته نښته وشوه. د نښتې په وروستي یو ساعت کې سیمې ته هوایي ملاتړ هم ورسید.»

افغان زیاته کړې وه چې په پېښه کې د ملي اردو څلور تنه سرتیري هم وژل شوي دي.