په پاکستان کې د گوزڼ واکسین پر ډلې برید یوولس تنه وژلي
۱۳۹۲ اسفند ۱۰, شنبه
دغه چاودنې د افغانستان او پاکستان پولې ته نزدې رامنځ ته شوې دي. پاکستان په نړۍ کې یو له هغو دریو هیوادونو څخه دی چې اوس هم په کې د گوزڼ ناروغۍ پیښې رامنځته کیږي.
په دغو چاودنو کې د خیبر پښتونخوا په لاشورا سیمه کې یوولس پاکستاني نیمه پوځیان او یو ماشوم ووژل شو. دغو پوځیانو د پولیو د واکسین له یوه قطار څخه ساتنه کوله. چارواکو زیاته کړې ده چې په چاودنه کې همداراز د واکسین د ډلې دوه موټر ویجاړ شوي دي.
پاکستاني یاغیان د پولیو واکسین په سیمه کې د پوځي حضور او څار له پاره یوه پلمه بولي او له همدې کبله د دې واکسین پر کمپاینونو باندې بریدونه کوي.
د روغتیا د نړیوال سازمان په حواله په پاکستان کې تیر کال د پولیو ۹۱ پیښې ثبت شوې دي. دا په داسې حال کې ده چې په ۲۰۱۲ کال کې په دې هیواد کې د پولیو ۵۸ پیښې رامنځ ته شوې وې.
دغه سازمان ویلي دي چې اوس په پیښور کې د نړۍ تر بل هر ځای د پولیو ډیرې پیښې ثبت رامنځ ته کیږي. دا په داسې حال کې ده چې د پاکستان په گاونډي هیواد هندوستان کې له درو کلونو راهیسې د پولیو کومه پیښه نه ده ثبت شوې. پر پاکستان سربیره په ناجیریا او افغانستان کې هم د پولیو ناروغۍ نوې پیښې رامنځ ته کیږي.