په ټاکنو کې د ښځو د ډیر ګډون له پاره هڅې
۱۳۹۲ مرداد ۱۴, دوشنبهد افغانستان د راتلونکو ټاکنو له پاره د نوم لیکني په بهیر کې د ښځو لږ ونډي په دې اړه اندیښنې راپارولې دي چې داسي نه شي چي ښځي په دغو ټاکنو کې لږ برخه واخلي. د افغانستان د ولسې جرگې د ښځو د کمېسیون مشري فوزیه کوفي، د دوشنبې په ورځ د ټاکنو کمېسیون او ښځو وزارت له چارواکو سره په یوه گډ خبري کنفرانس کې وویل: «په وروستیو اوونۍ کې زموږ اندیښنې ډیرې شوې دي ځکه په ټاکنو کې د گډون له پاره د ښځو د نوم لیکنې سلنه ډیره کښته ده.»
په دې پالیسۍ کې پر دې خبره باندي ټینگار شوی دی چې د ټاکنو په اړه ښځو ته د معلوماتو د رسولو په موخه باید کمپاینونه پيل شي ترڅو ښځو ته دا پیغام ورسول شی چې په ټاکنو کې د هغوی ونډه ډیره مهمه ده.
د میرمن کوفي په خبره د «جنسیت د پالیسې» له مخې باید د ټاکنو د کمېسیون لږ تر لږه ۳۰ سلنه کارکوونکي باید ښځې وي. هغې ټینگار وکړ چې ښځو ته په ټاکنو کي د گډون په برخه کې ځیني اسانتاوې هم په پام کې نیول شوي دي.
اوس مهال د افغانستان په لویو ښارونو او ولسوالیو کې په ټاکنو کې د نوم لیکنې بهیر جیریان لري. خو میرمن کوفي ټینگار وکړ چې په دې بهیر کې باید د ښځو له پاره لا ډیر سهولتونه په پام کې ونیول شي. هغې زیاته کړه: «په کلیو کې د ښځو له پاره د رای اچوني کارتونه باید د سیارو تیمونو له خوا ورکړل شي. د دې په خاطر چې ښځي د رای اچووني له مرکزونه څخه په لیرو سیمو کې پراته دي او نه شي کولای چې د رای اچووني مرکزونو ته ولاړي شي نو باید د هغوی له پاره دغه سهولتونه برابر شي.»
د ولسي جرگې د ښځو چارو کمېسیون او د ښځو وزارت چارواکو وړاندیز وکړ چې د ټاکنو په ورځ دې د ښځو له پاره ټاکنیز مرکزونه د هغوی د استوگنې سیمو ته نزدې جوړ شي ترڅو هغوی وشي کولای په اسانۍ سره خپلي رایې وکاروي.
د ښځو له پاره د رای اچوني جلا مرکزونه
د ټاکنو خپلواک کمیسیون وايي چې د لومړي ځل له پاره یې د ښځو د نوم لیکنې جلا مرکزونه جوړ کړي دي. د دغه کمېسیون د دارالانشا رئیس ضیا الحق، په دې کنفرانس کې وویل چې په ځینو ولایتونو کې د ټاکنیزو چارو د پر مخ بیولو له پاره په کافي اندازه باسواده ښځې نه شته چې له کبله يې دغه چارې له ستونزو سره مخامخ شوې دي.
خو هغه بیا هم ادعا وکړه چې د تاکنو کمیسیون پر دې سربیره هم توانیدلی دی چې د نورستان په څیر لیرو پرتو سیمو کې هم د ښځو له پاره سهولتونه رامنځ ته کړي. هغه وویل: «موږ ژمنه کړې ده چې له خپلو ټولو امکاناتو څخه کار واخلو ترڅو ښځي په ټاکنو کې گډون وکړي. ښځې د افغانستان له ۵۰ سنله څخه ډیر نفوس جوړوي او په ټاکنو کې د هغوی گډون ډیر اهمیت لري.»
ښاغلي ضیاالحق وویل چې له ۶۰ ولسوالیو پرته، د افغانستان په نورو ټولو سیمو کې د ښځو له پاره د نوم لیکني جلا مرکزونه جوړ شوي دي. هغه سیمه ییزو دودونه او بې سوادۍ د نوم لیکنې په بهیر کې د ښځو د لږ ونډي اخیستنې لوی عامل وباله.
دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان د ښځو وزارت له ټولو افغانانو څخه غوښتي دي چې په ټاکنو کې د ښځو د لا ډیر گډون له پاره تلاښ وکړي. د دغه وزارت معیني مژگان مصطفوي، په دې اړه وویل: «موږ د ټاکنو په بهیر کې د ښځو د ونډي د ډیریدو له پاره د خلکو، رسنیو، د ټاکنو کمېسیون او د دولت د درو گونو قواوو د همکارۍ غوښتونکي یو. تیره لسیزه په رښتیا سره چې د افغانو میرمنو له پاره یوه ښه لسیزه وه.»
د افغانستان د ټاکنو کمېسیون اندیښنه لري چې افغاني میرمنې به د نا امنیو او ټولنیزو دودونو له کبله په ټاکنو کې لږ برخه واخلي.