1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پاکستاني طالبان د پياوړتيا په حال کي دي

مسعود جهش (شامل شمس)۱۳۹۲ مرداد ۱۰, پنجشنبه

پاکستان خپل نوی ولسمشر وټاکه خو کارپوهان له طالبانو سره په مبارزه کې د حکومت پر وړتیاو باندي نیوکې کوي. طالبانو یو ځل بیا خپله وړتیا او مخ پر ډیریدونکی قدرت د یوه زندان څخه د خپلو ۲۵۰ جنگیالیو په آزادولو سره وښود.

https://p.dw.com/p/19I7k
Policemen (R) and Ranger soldiers (L) stand outside a prison following a Taliban attack in Dera Ismail Khan July 30, 2013. Taliban fighters disguised as police and armed with bombs and grenades broke 250 prisoners out of the Pakistan jail in a brazen overnight operation that raised serious questions over the new government's ability to combat militancy. REUTERS/Stringer (PAKISTAN - Tags: CRIME LAW CIVIL UNREST MILITARY)
Taliban Angriff gegen Gefängnis in Pakistanانځور: Reuters

یوازې څو ساعته تر هغه دمخه چې پاکستاني قانون جوړوونکو د ولسمشر اصف علي زرداري، د ځای ناستي د ټاکلو له پاره د رای اچولو بهیر پیل کړ، پاکستاني طالبانو د اسلام آباد په ۳۶۷ کیلومترۍ ډېره اسماعیل خان کي پر مرکزي زندان باندې يرغل وکړ.

طالبان وتواندیدل چې د دغه برید په پایله کې خپل ۲۵۰ تنه ملگري آزاد کړي. د آزادو شویو کسانو په ډله کې ځینې داسې یاغیان هم شامل دي چې خطرناک ترهگر بلل کیږي. که څه هم پاکستانی پوځ زندان ته نزدې یوه اډه هم لري خو طالبانو په څو ساعتونو کي خپل عملیات بشپړ کړل او له سیمي څخه وتښتیدل.

دا لومړی ځل نه دی چې افغان یا پاکستاني طالبان له زندانونو څخه خپل ملګري آزادوي. د ۲۰۱۲ کال په اپریل میاشت کې د پاکستان د مانو ښار له زندان څخه هم ۴۰۰ بندیان و تښتېدل. د ۲۰۱۱ کال په لومړیو کي بیا د افغانستان په کندهار ولایت کې هم ۵۰۰ بندیان له یوه زندان څخه په تښتېدلو بريالي سول.

کارپوهان وایي چې په پاکستان کې له زندان څخه د بندیانو د تښتیدو موضوع دوې خبري اثباتوي: لومړی دا چې طالبان په پاکستان کې تر بل هر وخت ډیر پیاوړي شوي دي او دوهم دا چې د پاکستان نوی حکومت پر امنیتي حالاتو حاکم نه دی.

دا په داسي حال کې ده چې د نوازشریف په مشرۍ د پاکستان نوي حکومت ویلي دي چې د طالبانو پر وړاندي د پوځي عملیاتو د ترسره کولو پر ځای به له هغوی سره خبرې اترې وکړي. په همدې حال کې د پخواني کریکیتر عمران خان ګوند تحریک انصاف پاکستان، چې په خیبر پښتونخوا کې یې ټاکنې ګټلې دي هم د طالبانو پر ضد د پوځي عملیاتو مخالفت کوي.

پر برید سترګې پټول که بې کفایتي؟

د پاکستان په کراچۍ ښار کې د بشري حقونو پخوانۍ فعالي مهناز رحمان، له دویچه ویله سره په خبرو کې وویل چې له زندان څخه د طالبانو د تښتیدو وروستۍ پېښه ښيي چې دغه ډله اوس څومره پیاوړې شوې ده. هغې زیاته کړه: «دا په واضیح ډول د قانون د پلې کولو په برخه کې د پاکستاني عدلې سازمانونو بې کفایتي ښيي. خو زه په عین حال کې فکر نه کوم چې دومر لوی برید دې د ځینو امنیتي ځواکونو له ښکیلتیا پرته بریالی شوی وای.» میرمن رحمان روښانه کړه چې طالبان په قوي احتمال په دې خبره پوهیدل چې له ډیر مقاومت سره به مخامخ نه شي.

په هیدلبرګ پوهنتون کې د سیاسي علومو کارپوه زیګفرید اوولف، په دې باور دی چې د پاکستان په امنیتي سازمانونو کې یو شمیر کسان د طالبانو ملاتړ کوي. په هارورد پوهنتون کې د افغانستان د چارو څیړونکی مت والمن، هم په دې باور دی چي د پاکستان استخباراتي اداره ISI اوس د طالبانو ملاتړ ته دوام ورکوي.

ګډوډي

کارپوهان وايي چې د پاکستان حکومت لا په دې نه پوهیږي چې د طالبانو او نورو جنګي ډلو پر ضد څرنګه پالیسي خپله کړي. د نوازشریف مسلم لیګ ګوند او د عمران خان تحریک انصاف ګوند پر یو بل باندې له ترهګرۍ او یاغیانو سره د مبارزې مسئولیت اچوي.

په پېښور کې سیاسي فعال مقصود احمد جان، په دې باور دی چې د پاکستان نوي مشران له ترهګري سره د مبارزې په موخه کومه نوې ستراتیژي نه لري. هغه وایي: «شریف او خان هیڅ نه پوهیږي چې له طالبانو سره څرنګه چلند وکړي. د خیبربښتونخوا مشر په وروستیو وختونو کې وویل چې هغه په دې نه پوهیږي چې په ولایت کې یې د ترهګرو بریدونو تر شا څوک دي.»

جان وایي له دې کبله چې عمران خان او نوازشریف دواړه له طالبانو سره د خبرو اترو پلویان دي دغه ډله د پیاوړي کیدو په حال کې ده. په همدې حال کې د خیبر پښتونخوا سیمه ییز چارواکي پر اسلام آباد باندې تور لګوي چې په قصدي توګه هغوی ته ستونزې پيښوي.