په لوگر کي پنځه پوليس او يو جنرال وژل سوی
۱۳۹۵ مرداد ۱۶, شنبهاعلان
د لوگر د والي وياند سليم صالح د شنبې په ورځ د جرمني خبري آژانس ته ويلي دي: «جنرال عبدالستار هاشمي د جمعې په ورځ ناوخته ماښام له ازره ولسوالۍ څخه د کور پر لور روان وو چي موټر ئې په کور کي پر يوه جوړ سوي بم و خوت.»
د هغه په خبره په دغه پېښه جنرال هاشمي او پنځه تنه پوليس وژل سوي دي. جنرال هاشمي په ازره ولسوالۍ کي د عامه نظم پوليسو مشر وو.
وسله والو طالبانو د پيښي مسئوليت منلی دئ.
د روان کال په می مياشت کي د کندهار د ۲۰۵ اتل قول اردو قوماندان جنرال عبدالبصير شهروند د دغه ولايت په شاولي کوټ ولسوالۍ کي په يوه ورته بريد کي ووژل سو.
نور مطالب: