1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په لسونو زرو مهاجرو په آلمان کې کار پیدا کړی

آژانسونه/ ش.ن۱۳۹۵ تیر ۲۲, سه‌شنبه

د آلمان د کار ادارې د اټکلونو له مخې د ۲۰۱۵ کال د پسرلي راهیسې شاوخوا ۳۰ زره مهاجرو په آلمان کې کار پیدا کړی دی. د آلمان حکومت کوښښ کوي چې لا زیات مهاجر د کار بازار ته جذب کړي.

https://p.dw.com/p/1JMtp
انځور: Getty Images/S.Gallup

د آلمان د کار آژانس مشر وایې چې په لسگونه زره مهاجرو د دغه هیواد د کار بازار ته لاره موندلې ده. خو اوس هم په دې برخه کې ډیرې ستونزې باقي پاتې دي.

د آلمان د کار آژانس مشر فرانک یورگن وایزه، د دوشنبې په ورځ د«راینشه پوست» آلمانۍ ورځپاڼې سره په مرکه کې وویل:«هغو کاري برخو ته لا زیات مهاجر جذبیږي، چې مناسب مراجعین ورته موجود وي.»

په آلمان کې د مهاجرو له پاره د لوړو زده کړو او مسلکي کارونو شرایط

د دغو کسانو چې کار یې پیدا کړی دی یو پر څلورمه برخه یې په لنډ مهاله او ساده کارونو، د بیلگې په توگه د امنیتي کارکونکي او سرای دار په توگه گمارل شوي دي.

وایزه زیاته کړه، دا چې په دې شمیر کې مهاجرو کار پیدا کړی دی د ستاینې وړ خبره ده. نوموړي زیاته کړه: « بل لور ته موږ په مهاجرو کې داسې ۱۳۰ زره د کار وړ کسان لرو چې اوس بې کاره دي.»

وایزه زیاته کړه چې ۹۶ زره هغو مهاجرو چې اروپایې ریښه نه لري، د اپریل په میاشت کې له ټولنیزو بیمې سره کار کړی دی: «دغه شمیر د یو کال مخکې په پرتله ۲۲ زره تنه لوړ دی چې ۲۹ سلنه زیاتوالې ښئ.»

د دغو مهاجرو شمیر چې د کار بازار ته یې لاره موندلې او هغو کسانو چې په اونۍ کې د محدود ساعتونو کار کوي مجموعي شمیر ۳۰ زرو تنو ته رسیږي.

د آلمان پارلمان تیره اونۍ د مهاجرو د ټولنیز ادغام لومړنې قانون تصویب کړ. د دغه قانون له مخې دولت له هغو تازه راغلو مهاجرو سره خپل مالي ملاتړ کموي چې د ټولنیز ادغام په برخه کې بریالي نه وي.

په اروپا کې د مهاجرت د کړکیچ او آلمان ته په ډیر لوړ شمیر کې د مهاجرو تر راتگ وروسته، دغه هیواد خپل د مهاجرت سیاست په برخه کې تغییرات راوستل. د مهاجرت اړوند قوانین یې هم تعدیل کړل. اوس دغه هیواد ته نوي راغلي مهاجر هم په لنډه موده کې د کار اجازه ترلاسه کوي.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب