مهاجرت په آلمان کې لسگونه زره کار ځایونه رامنځته کړي
۱۳۹۵ اردیبهشت ۶, دوشنبهپه آلمان کې د (IAB) یا د «مسلکي زده کړو او کار بازار له پاره څیړنیز انستیتوت» د ارزونې له مخې په دغه هیواد کې لسگونه زره کارځایونه رامنځته شوي دي. دغه انیستیتوت نن د دوشنبې په ورځ د آلمان په نورن برگ ښار کې خپل د بررسئ نتایج خپاره کړي دي.
تر ټولو په لومړي قدم کې د ژبې د زړه کړی، ټولنیزو کارکونکو او د کډوالو د استوگنې ځایونو د محافظانو په برخه کې ډیر کارځایونه ایجاد شوي دي.
په دغې ارزیابۍ کې زیاته شوې ده چې په ډیرو برخو کې اوس هم د اضافي پرسونل پسې لټون جریان لري او دغه ځایونه تش پاتې دي.
د دغې ارزیابې د اطلاعاتو له مخې د تیر کال په پرتله د ساختماني کارونو په برخه کې تر اوسط حد ډیر کارځایونه رامنځته شوي دي. همدارنگه د روزنیزو کارونو په برخه کې، د تاسیساتو او مهاجرو ساتنه، عامه ادارو او د ټولنیزو حرفو په برخه کې ډیر نوي بستونه رامنځته شوي دي.
د روان کال د جنوري په میاشت کې د ژبې د ښوونکو په برخه کې ۲۷ سلنه، د کورونو او کورنیو د سرپرستۍ په برخه کې ۱۷ سلنه، او د ساتونکو یا محافظانو په برخه کې د تیرکال په پرتله ۱۰ سلنه ډیر کارځایونه رامنځته شوي دي.
خو څیړونکو دې موضوع ته هم اشاره کړی چې په مجموع کې د استخدام کچه، د کارموندنې په معني نه شو تلقي کولې، ځکه کیدای شي د کاري قوې یوه برخه له نورو برخو او سکتورونو څخه استخدام شوی وي.