په لسهاو پاکستاني کورنۍ افغانستان ته کډه شوي
۱۳۹۳ خرداد ۲۲, پنجشنبه
د پاکستان پر شمالي وزيرستان د پوځ د عملياتو له امله لسګونه کورنۍ افغانستان ته را کډه شوي او د خوست ولايت په بېلابېلو سيمو کې ميشتې شوي دي. د خوست د کډوالو او بېرته راستنيدونکو چارو رئيس حسن محمد احسان، دويچه ويلې ته وويل، چې په وروستیو ورځو کې د خوست تڼيو، ګربزو او علي شېرو ولسواليو ته ٣٠٠ پاکستاني او ٤٣ افغاني کورنۍ د شمالي وزيرستان له بېلابېلو سيمو څخه راکډه شوي او د لنډ مهال له پاره ورته ځايي خلکو په خپلو کورونو کې ځاى ورکړى دی.
ښاغلي احسان وویل: «د ٣٠٠ په شاوخوا کې پاکستاني کډوال د ډيورنډ له هغه غاړې څخه راغلي دي چې په دې کې د شمالي وزيرستان، ميرعلي، ميرانشاه او د ټل د سیمو اوسیدونکي شامل دي. هغوی اوس د خوست په مختلفو سيمو کې ژوند کوي.»
خوست ته راکډه شوي دغه پاکستاني کورنۍ وايي چې د تېرې څه مودې راهسې يې په کليو کې پاکستاني پوځيانو عمليات پيل کړي چې د خلکو په کورونو ننوځي. دوى زياتوي چې په وروستیو ورځو کې پوځيانو ورته خبردارى ورکړى چې خپل کورونه پريږدي تر څو د عملیاتو پر مهال له بمباریو خوندي وي.
حاجي دلبرجان د ميرانشاه د مچسو سيمې اوسيدونکى دى. هغه دويچه ويلې ته وويل: «د پوځ د عذاب له کبله راغلي یو. پرون مو کډه کړې ده. يو ځل پوځیان زموږ کور ته ننوتل [...] اوس يې موږ ته امر وکړ چې کورونه خالي کړو.»
د خوست د کډوالو چارو رئيس وویل چې له دغو پاکستاني مهاجرينو سره د خيمو او لومړنيو خوراکي توکي مرستې پيل شوې دي: «د هر کورنۍ له پاره يوه خيمه، غنم، دال، د پخلنځي سيټ، غواړي او ګازو ډبه په پام کې نیول شوې دي. انشاالله موږ به نورې مرستې هم وکړو.» په همدې حال کې د خوست د سرې مياشتې رئيس قاسم تڼى وايي چې دوى سيمو ته خپل سيار روغتيايي ټيم استولی دی ترڅو له راکډه شويو پاکستانيو کورنيو سره د درملو مرسته وکړي.
د پاکستان پوځ وروسته له هغې د طالبانو پر ضد په شمالي وزيرستان سخت عمليات پيل کړل چې په دې وروستيو کې په دې سیمه کې د پاکستان پر امنیتي ځواکونو د بریدونو مسوولیت دغې ډلې پر غاړه واخیست. د یوه پوځي چارواکي په حواله د وروستیو عملياتو په پایله کې ۴۰ کسان وژل شوي دي چې ویل کیږي ملگي وگړي هم په کې شامل دي.